د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په سیالیو کې د عبدالحۍ حبیبي لیسې زده کوونکی محمد عمر  لومړۍ مقام خپل کړ

دغه سیالي نن ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو مدیریت لخوا په همدې ریاست کې په لاره اچول شوې چې په کې د خوست ولایت  د څلورو لیسو زده کوونکو برخه اخیستي او لومړۍ مقام د عبدالحۍ حبیبې لیسې زده کوونکي محمد عمر خپل کړ.

 د سیالۍ د مراسمو پر مهال داطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت وویل دا یو مهم  پروګرام دي ځکه په دې سره د زده کوونکو  لوړتیاوې لوړیږي او لا هم درس، مطالعې او کتاب لوستنې ته تشویق کیږي او دزده کړو سویه یې  لوړیږي.

الفت  په ټولو زده کوونکو غږ وکړ چې  خپل وخت باید د زده کړو تر لاسه کولو ته وقف کړ، ځکه  اوسني شرایط او چاپیریال د زده کړو او د علم ترلاسه کولو په برخه کې برابر او مناسب دي ، نو تاسو باید خپل ځانونه د زده کړو په زیور سمبال کړي، ترڅو خپل او  د نورو راتلونکي جوړ کړئ، او ددې ترڅنګ یې وویل چې موږ به دا پروسه همداسې په دوامداره توګه پر مخ بیايو او د ټولو لیسو د زده کوونکو ترمنځ به سیالي برابروو.

د ځوانانو امر محمد انور زاهد هم وویل چې دغه سیالي مو د زده کوونکو د هڅونې او مطالعې ته د تشویق په اړوند په لاره اچولي ، ترڅو ټول زده کوونکي خپلې زده کړې په سم او منظم ډول تر پایه ورسوي، او تر څنګ یې  ددې یادونه هم وکړه چې موږ ټولو ممتازو زده کوونکو ته  معنوي ډالۍ اخیستي ، ترڅو له  ګټلو ډالیو د ژوند تر پایه ګټه پورته کړي.

د یادولو ده چې په یاده سیالۍ کې د خیرالناس، نورالبصر، عبد الحۍ حبیبي، او الفتحې لیسو زده کوونکو ګډون کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *