له سرو گلو ډكه دښته

ليكوال: پايلو كويليو

يو زوړ چيني حكيم له واورې ډكې دښتې نه تېرېده، يوه ښځه يې وليده چې ژړل يې. حكيم وپوښتل:

– تاسې ولې ژاړى؟

– ځكه د ژوند په اړه مې فكر كوم؛ ځواني مې، هغه ښكلې څېره چې به مې هېنداره كې ليده او هغه سړى چې پرې ميينه وم. دا د خداى له رحمته لېرې ده چې ماته يې د تېر وخت رايادېدو توان راكړى، ځكه هغه پوهېده چې ماته مې د ژوند تېر پسرلي رايادېږي او ورته ژاړم.

حكيم په هغه له واورو ډكه دښته كې ودرېد، يوه ځاى ته ځېر شو او فكر يووړ. د ښځې ژړا بنده شوه. پوښتنه يې وكړه:

– تاسې هلته څه وينى؟

– له سرو گلو ډكه دښته. دا پر ما د خداى لطف دى، چې ماته يې د بېرته را يادېدو توان راكړى، ځكه هغه پوهېده چې په ژمي كې كولى شم پسرلى را ياد كړم او خوشاله شم.

ژباړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *