تاند- استرالیايي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد له حکومته غوښتل شوي چې د افغانستان جنوب ته ۱۵۰ سرتېري او جنګي هیلي کوپترونه ولېږي.
د اروزګان والي محمد نذیر خروټي دا غوښتنه په کابل کې د استرالیا له سفیر ریچارد فیکس او دغه راز د هالنډ او جرمني له سفیرانو سره په کتنه کې وکړه.
د استرالیا د (اې بي سي) شبکې د راپور له مخې، د اروزګان والي دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار ته تېره میاشت وسله وال طالبان ننوتل او یو شمېر سیمې یې د لنډې مودې لپاره ونیولې.
ښاغلي خروټي له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې وویل چې استرالیايي پوځیان د افغان ځواکونو ډېر ارزښتناک ملاتړ کولی شي.
ده وویل«موږ د څرخکو په شان د هوايي ملاتړ لپاره ډېر امکانات نه لرو. د دوی جنګي هیلي کوپترونه به د جګړې په میدان کې زموږ سره مرسته وکړي، هوايي ملاتړ زموږ د ځواکونو لپاره خورا مهم دی.»
استرالیا له اروزګانه خپل ټول پوځیان په ۲۰۱۳ م کال کې وایستل. په اروزګان کې د لس کلن ماموریت په لړ کې ۴۱ استرالیايي پوځیان ووژل شول.
اوس په افغانستان کې ۳ سوه استرالیايي پوځیان شته چې اکثره په کابل کې دي او افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.
د سپټمبر په اوومه وسله وال طالبان ترینکوټ ښار ته ننوتل خو د اروزګان والي وايي چې طالبان د پولیسو په مرسته وتوانېدل چې ښار ته د لنډ وخت لپاره ننوځي.
د ترینکوټ په جګړه کې اټکل کېږي چې ۷۰ تنه ملکیان مړه او ژوبل شول.