تاند- امریکايي چارواکو وویل چې نن /چهارشنبه/ د افغان ځواکونو د روزنې په یوه مرکز کې دوه امریکایان وژل شوي دي.

په لومړنیو راپورونو کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند له قوله ویل شوي و چې یو بهرنی وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

خو اوس د امریکا او ناټو چارواکي وايي چې په دې پېښه کې یو پوځي او بل ملکي امریکايي وژل شوی دی.

دوی وايي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.

ویل شوي چې دوه نور امریکايي ملکیان ژوبل شوي دي.

د ټپیانو ټپونه جدي نه دي بلل شوي.

حمله کوونکی، چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، په ځوابي ډزو ووژل شو.

ګومان کېږي چې حمله کوونکی به د طالبانو نفوذی کس و.


لومړنی خبر

په کابل کې یو بهرنی پوځي ووژل شو او ۵ نور ژوبل شول

تاند- یوه وسله وال نن /چهارشنبه/ په کابل کې پر بهرنیو پوځیانو په ډزو لږترلږه یو بهرنی پوځي وژلی او ۵ نور ژوبل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري وویل چې دا پېښه نن شاوخوا یوولس بجې په کابل کې هغه مهال وشوه چې بهرنیو پوځیانو په کابل کې د خاصو افغان ځواکونو د روزنې کمپ کوت.

د ناټو یوه ویندوی وویل چې په دې اړه یې راپور ترلاسه کړی خو لا یې تاییدولی نه شي.

جنرال وزیري وايي، حمله کوونکی د نړیوالو ځواکونو په ځوابي ډزو ووزل شو.

One thought on “د افغان امنیتي ځواکونو په جامه کې حمله کوونکي ۲ امریکایان ووژل”
  1. څوک چې پردی ملک اشغالوي نو طبعا به وژل کيږي إ
    دوی ډیرې مندې بورې کړې
    نالت پر دې فاسدینو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *