لوګر کې ۱۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تله -۲۸
د لوګر ولایت د برکي برک ولسوال او د سیمې اوسیدونکو د معلوماتو په اساس تیره شپه وسله والو مخالفینو د برکي برک ولسوالۍ په احمدک پوستې وسله والو غوښتل چې برید وکړي چې افغان ځواکونو دوی ته مخکې له مخکې کمین نیولی چې په کمین کې د وسله والو مخالفینو درې تنه ووژل شو چې یو پکې صیف الله د مامور جانباز زوی چې د برکي برک ولسوالۍ د نادعلي کلي اوسیدونکی دی هم شامل دی او لس تنه نور ټپیان شویدي .
ملي پولیسو یو لړ تصفیوي عملیات
تله-۲۸
همدارنګه د ملی پولیسو په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې چې د محمداغې ولسوالۍ په اب بازک کلیو کې ترسره شو او په نتیجه کی درې تنه مشکوک سره د یو میل سلاح او دوه عرادې موټر سایکلو سره یوځای د پولیسو لاس ته ورغلي چې د نیول شوو کسانو څخه اوس پوښتنې روانې دي.
وسله والو مخالفینو د ماین پاکۍ یو کاشټر موټر تښتولی.
تله -۲۸
وسله والو مخالفینو مرکز د الیاس خان کلا سیمې سره د سټرلینګ موسسې یو کاشټر موټر له ځان سره بولی.
ملي امنیت ریاست د راپور په اساس نن سهار د مرکز مربوط د کلا الیاس خان سیمې څخه د سټرلینګ ماین پاکۍ موسسې یو کاشټر موټر چې پکې سپاره ټول د دی موسسې کارکوونکي و له ځان سره بولي چې د لوګر والي لخوا امنتیتي ځواکونو ته هدایت شوی تر څو د دوی په خوشې کولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي ځکه ماین پاکان هغه څوک دي چې هغه د خلکو ژوند ژغوري مګر وسله وال دانه غواړي چې خلک وژغورل شي بلکې هغوی له خلکو څخه ژوند اخلي.
لوګر والي محمد حلیم فدايي دشیخ المشایخ الحاج ملا آقا محمد له ښځینه دیني مدرسې څخه لیدنه وکړه.
تله -۲۸
د لوګر والي چې د حج او او قافو رئیس هم ورسره و د ملا آقا محمد له ښځینه دیني مدرسي او دارالحفاظ څخه د لیدنې ترڅنګ له دوی سره نغدي مرسته هم وکړه.
په دغه لیدنه کي والي دیادې مدرسې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چي دامکاناتو ته په کتو سره له دغي دیني مدرسې سره به خپلي مرستي ونه سپموي.
لوګر والي زیاته کړه چي دملا آقا محمد دجامع جومات دپاتي نیم کار لپاره به یو تجار پیدا کوي ترڅو نیمګړي کارونه یي بشپړ شي.
د شیخ المشایخ الحاج ملا آقا محمد د دیني مدرسي مسوول مولوي ضیاالحق دلوګر والي څخه دمنني ترڅنګ زیاته کړه دوی دځای د کموالي سره مخ دي، نوموړي له والي څخه وغوښتل چي د دې ستونزې د حل په خاطر له دوي سره مرسته وکړي.
یو ماین خنثا کول
تله -۲۸
یوه حلقه ماین د محمداغی ولسوالۍ د قندهاري پله په سیمه کې تیرمازدیګرد وطن دوښمنانو له لورې ځای پر ځای شوی و د محمداغې ولسوالۍ زړورو پولیسو له لورې کشف او د ملي اردو انجنیری ټیم لخوا له منځه یوړل شو.