راپور: بخت الله ثاقب/ پکتيا
دوی د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې هرکلی وکړ او له افغان دولت او نړېوالې ټولنې څخه يې وغوښتل ، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتیار نوم دې له تور لېست څخه لېرې کړي .
د غونډې ويناوالو وويل ، چې د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار راتګ ته دې زمينې برابرې شي ، تر څو خلک د سولې په پروسه باوري شي . .
د پکتيا پخواني والي جمعه خان همدرد اسلامي حزب سره د سولې په برخه کې د افغان دولت هڅې وستايلې او ويې ويل ، چې له تور لېست څخه د حکمتيار د نوم په لېرې کولو کې دې بې درېغه هڅې او تلاشونه وکړي ، تر څو د اسلامي حزب مشر په هېواد کې ځان ښکاره کړي .
همدرد زياته کړه که د حکمتيار نوم له تور لېست څخه ليرې نشي د سولې په پروسه به د خلکو باور لامنځه لاړ شي او بيا به هيڅکله د سولې خبرې بريالې نشي .
اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار د خلکو هغه نيوکې رد کړې ، چې ګواکې اسلامي حزب په يوه قوم يا يوې ډلې پورې تړاو لري ، بلکې په وينا يې اسلامي حزب د ټولو هېوادوالو حزب دې ، چې د ملي حاکميت ، ټولنیز عدالت او د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره کار کوي .
نوموړي وويل ، چې د هېواد ټول اوسيدونکي د سولې مينوال دي ، ولې د ګوتو په شمېر مغرض کسان غواړي ، چې د اسلامي حزب او دولت ترمنځ لاسليک شوې هوکړه ناکامه کړي ، خو په خبره يې دا ډول کسان به هيڅکله خپلو موخه ته ونه رسيږي .
د اسلامي حزب غړي عبدالکريم بيا د پکتيا ولسونو ملاتړ وستايه او هغوی يې نور هم د سولې او ثبات څخه پراخ ملاتړ ته روابلل .
نوموړي غونډې ته په وينا کې وويل ، چې د خلکو ملاتړ دا ثابته کړه ، چې افغانان تر هر څه سولې ته ډېره ليوالتيا لري او هيلې يې د پوره کېدو په حال کې دي .
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي بيا له نورو وسله والو مخالفو ډلو هم وغوښتل ، چې د سولې پروسې سره يو ځای شي .
نوموړي وويل ، چې يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی او بايد يو مسلمان د بل مسلمان او يو افغان د بل افغان له ويني تويونې لاس واخلي ، تر څو ټول هېوادوال د سولې په فضاء کې ژوند وکړي .
پاتې دې نه وي ، چې په ياده غونډه کې د کانونو پخواني وزیر اکبر بارکزي، د کابل او بغلان د ولايتي شورا استازو او کابو درې زره پکتياوالو هم برخه درلوده .