تاند- ایران وايي، افغانستان دې د ښاري پراختیا په برخه کې د دوی له تجربو ګټه واخلي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیر عباس اخوندي د چهارشنبې په ورځ د اکوادرو په پلازمېنه کویتو کې د افغانستان د ښاري پراختیا له وزیر سید سادات منصور نادري سره د ملګرو ملتو د کورجوړونې او د ښارونو د پایښتي پراختیا د غونډې په څنډه کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د کورسونو په وسیله له افغانانو سره د ښاري براختیا په برخه کې خپلې تجربې شریکولی شي.
ایران د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ښارونه یې د تېلو د صنعت له کبله بې درېغه لوی شوي او له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو د لېږد د مخنیوي لپاره یې هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې. له دې امله ایران د ایران کرهڼه سخته زیانمن شوې او ډېرې کرنیزې مځکې یې په دښتو بدلې شوي دي.
سره له دې چې د ایران د ښارونو نظافت او پاکي د ستاینې وړ ده خو د دغه هیواد ښارونه د زړو موټرونو د زیاتوالي له امله د چاپیریالي ککړتیا له پلوه د نړۍ تر ټولو ککړ ښارونه ګڼل کېږي او اکثره ودانۍ یې د زلزلې په وړاندې کم مقاومته دي.
د ایرنا د راپور پر اساس د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر له ایران سره د همکارۍ د پراختیا هرکلی وکړ.
ده وویل چې په دې برخه کې د افغانستان او ایران د همکاریو لپاره ډېرې زمینې شته.
ایراني وزیر هیله څرګنده کړه چې ژر افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان هرات ښار ته د رېلارې د جوړېدو چارې له نژدې وویني.