د خندا نه شنه وه ور نژدی شومه ورته می وویلی نوم دی راته ووایه 
ویلی یی چی اجازه یی نه لرمه بیا د خندا نه شنه شوه 
بیا می تری و پوښتل دلته کلینیک ته څه لپاره راغلی یی 
د خندا نه په ډکه خوله یی راته ویلی : دا بلا وهلی سر می درد کوی راغلی یمه که دلته کومه کولی مولی راکی او له درده می سر خلاص شی 
ځان می لږ نور هم ورته نژدی کړ او و می پوښتل ښه نو دا د سر درد دی له څه وخته پیدا کړی ،
بیا یی خوله له خندا ډکه شوه ویلی یی : خپله د سر درد یمه 
په حیرانی می تری وپوښتل نه داسی ولی وایی 
خوله راټوله کړه او سترګی یی ټيټی کړی ویلی یی چی زه نه دا خو ټول راته وایی 
پوښتنه می تری وکړه چی د سر درد او د دی پړکی خندا وجهه راته ووایه 
ویلی یی : خوری څه می پوښتی کور کی می هم څوک نه پریږدی چی وخاندمه او دلته هم ته رانه پوښتنی کوی 
و می پوښتله چی بیرته به راته د سر درد په اړه د ووایی دا درد د کوم وخت نه درته پیدا شوی 
دا ځل یی خندا بل ډول وه داسی می کمان وکه لکه چی زما په سوال یی خندلی وی او یا هم کومه جالبه خبر می ورته کړی وی 
ویلی یی : ښه نو ته ووایه دا سر به څنګه جوړ پاتی کیږی چی پیدا شومه د پلار وار می وخوړه چی لږه لویه شومه د ورونو او ترونو نه می خبری اوریدی چی واده شومه د ماشومانو پلار می په هسی خبرو وهلمه .
یوه شیبه ارامه شوه او سړه اسویلی یی وویسته خندا یی ورکه شوه په مخ یی هغه د څو شیبو مخکی خندا نه وه پاتی خپل زوړ تور ټیکری یی راسم که او ځمکی ته یی کتلی په فکر کی ډوبه شوه 
زر می تری وپوښتل : ښه نو دا راته ووایه چی څنګه دی خندل حتما ډیره جالبه خبره وه ما ته یی هم ووایه 
یو دم بیا د خندا نه وبړقیده خو دا ځل یی خندا د پخوا پشان نه وه اواز یی لوړ وو ټول دهلیز یی خندا نیولی وو شا و خوا ټول حیران پاتی وو چی څه خبره شوی خپلی مړاوی سترګی یی راواړولی چی د اوښکو نه ډکی وی په ژړغونی غږ یی وویلی ټول دی ته خندا وایی خو زما لپاره د دردونو ملحم ده 
په اوږه ورته لاس کیښوده او و می پوښتله : ښه خو یی 
داوښکو لیکه یی له سترکی تویه شوه او په ژړغونی غږ یی ویلی ما بلا هم نه وه دلته د ماشوم پیدا کول د یوی نجلی لپاره د ژوند په بیه تمامیږی که د ماشوم پیدا نه شی نو د ژوند کولو او خندا حق هم نه لری خاندمه په ځان چی څومره بی بسه نجلی یمه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *