= د ښې حکومتولۍ او اصلاخاتو لپاره د ولسمشر خاص استازي احمد ضیا مسعود په قطر کې د سولې د خبرو په وړاندې بد بیني ښکاره کړه، ویې ویل چې طالبان جګړو ته تیاري نیسي.
ده په دې هم نیوکه وکړه چې د قطر د پټو خبرو په اړه ده ته معلومات نه و ورکړای شوي. مسعود، چې د لوړې دولتي چوکۍ له لرلو سره سره له ډېرې مودې راهیسي د حکومت د اپوزیسیون د مشر په توګه عمل کوي، په دې هم د جګپوړو چارواکو د مقررۍ په مهال له ده سره مشوره نه کېږي.
د نیپال د کار وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې افغانستان ته د خپلو کارګرو پر تګ بندیز پای ته رسوي.
نیپال نژدې ۴ میاشتې پخوا په کابل کې پر نیپالي کارګرو د طالبانو له انتحاري حملې وروسته افغانستان ته د خپلو کارګرو پر تګ بندیز ولګاوه. (تفصیل وروسته)
= د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا /جمعه – اکتوبر۲۱/ پر کندوز ښار د طالبانو د حملې په نتیجه کې د زرګونو بې ځایه شویو او زیانمن شویو د لاس نیوي لپاره شل اووریزه مسابقه کوي.
= له کندهار څخه سږ کال ۱۶۵۵ ټنه انار بهر ته صادر شوي خو دې ته په پام چې سږ کال د انارو حاصل زیات دی کندهاري باغداران په بهر کې د ښو بازارونو د موندلو غوښتنه کوي.
= د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې اسلام اباد تیار دی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل چې دا هیواد د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي د سولې د موافقې هرکلی کوي.
= په ننګرهار ولایت کې نن د سپرلیو د یوه موټر په لار کې د ماین د چاودېدو په نتیجه کې لږترلږه ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
د افغانستان د مخالفانو له لوري د اېښودل شوي ماین ټول قربانیان ملکیان ښودل شوي دي.
= د هلمند ولایتي چارواکيپ وايي، افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو د ماین جوړولو فابریکه ویجاړه کړه.
د میوند قول اردو پوځي چارواکو هم وویل چې دا فابریکه په نادعلي ولسوالي کې د دوی د ځواکونو په عملیاتو کې له منځه وړل شوې او ۱۵ وسله وال طالبان یې هم وژلي دي.
= د امریکا پوځ وايي، د داعش یا اسلامي دولت مشران له موصل څخه د تېښتې په حال کې دي.
په همدې حال کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جمهوریپال ګوند کاندید دونالد ترمپ تېره شپه له هیلري کلنټن سره په مناظره کې وویل چې د عراق د موصل د جګړې اصلي ګټونکی به ایران وي او ایران باید په دط خاطر له امریکا مننه وکړي.
= د لوګر ولایتي چارواکو نن /پنجشنبه/ وویل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب او هلو ځلو وسله والو طالبانو۲۰ تنه برمته کړي ماین پاکان خوشي کړل.
= دوه روسي او یو امریکايي فضانوردان پرون ماښام د ۶ میاشتو لپاره نړیوال فضايي تمځي ته روان شول.
دا درې ستورمزلي په قزاقستان کې د روسیې له بایکانور فضايي سټېشنه په سایوز توغندي کې روان شول.
= هندي او پاکستاني پوځیانو د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې پر یو بل ډزې وکړې چې له کبله یې یو پاکستانی وژل شوی او ۵ نور ژوبل دي. پاکستان وايي چې مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.
= د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر اسماعیل خان له «مجاهدینو» وغوښتل چې له یو بل سره لاسونه ورکړي ځکه چې د ده په وینا بهرنیان د دې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي چې سوله راوړي.
= د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هیواد هوايي ځواک په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد ۱۰۸ بریدونه کړي دي.
= د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې په پروان ولایت کې د طالبانو یو قوماندان له ۷ ملګرو سره یې ووژل شو.
د پروان امنیه قوماندان نن وویل چې دا برید په سیاه ګرد ولسوالي کې وشو.
= د هند استخبارات په کیرالا ایالت کې په یوه کس پسې ګرځي چې باور کېږي د داعش لپاره کسان جذبوي څو افغانستان ته یې ولېږدوي.
= د اجرايي رييس ویاند فیصل وايي، عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له چارواکو سره موافقه وکړه چې د اسلامي نړۍ دیني عالمان دې د افغانستان د سولې په اړه یوه لویه غونډه جوړه کړي.
= د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې متحد ایالتونه نه غواړي د افغانستان د سولې په خبرو کې مداخله وکړي.