تاریخ: 29 میزان 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سعودي عربستان شاهي هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کي تېره شپه په مکه مکرمه کي د مسجد الحرام او مسجد نبوي له عمومي رئیس، وتلي قاري او حافظ شیخ عبدالرحمن السدیس سره د توندلاریتوب پر مخنیوي خبري وکړې.

اجرائیه رئیس وویل، چي د اسلام مبین دین د سولي او امن دین دی، خو له بده مرغه، چي یو تعداد سخت دریځي ډلي دغه دین د خپلو شومو موخو د تحقق لپاره استفاده کوي.

د هغه په خبره، چي له دغه ډول فکر سره د مبارزې په برخه کي مشهوري دیني څهرې اساسي مرسته کولای سي.

نوموړي شیخ سدیس ته دعوت ورکړی، چي افغانستان ته راسي او دلته له نژدې د وضعیت څار او پر سوله ییز راتلونکي باندي د خلکو باور وګوري.

اجرائیه رئیس د نن په لیدنه کي له شیخ سدیس څخه وغوښتل، چي د سعودي عربستان په کوربتوب د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کي هم ګډون وکړي او پر اړونده موضوع باندي خپل پیغام واوروي.

د مسجد الحرام او مسجد النبوي عمومي رئیس شیخ عبدالرحمن السدیس د هیواد له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي وویل، چي د افغانستان ولس یې په زړه کي ځای لري او تل یې د هغه ولس د خیر او فلاح دعا کړې.

نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه، چي تروریزم او افراطیت په مختلفو نومونو په مختلفو سیمو کي د اسلامي نړۍ هیوادونه له ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي دي، چي باید ورته توجه وسي.

هغه یادونه وکړه، چي د اسلامي نړۍ عالمان اسلامي او بشري مسؤلیت لري څو، د تروریزم د ټولو انواعو پر ضد په هر ځای کي، هر کله راپورته سي او پر ضد یې مبارزه وکړي.

د شیخ سدیس په خبره، چي په اسلامي هیوادونو کي د مذهبي بېلوالي مسئله هم د اسلامي امت ستونزه او حل یې د علماوو مسؤلیت دی.

نوموړي په دې لیدنه کی موافقه وکړه، چي د افغانستان په اړه د سعودي په کوربتوب د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کي به ګډون کوي او خپل پیغام به وړاندي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *