تاند- ناټو وايي، افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي چې د هوايي ځواک له لوري د هدف د سم ویشتلو په برخه کې له دقته کار واخلي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو روزونکو افغان ځواکونو ته تریننګ پیل کړی څو هوايي ځواکونو ته د هدف په ویشتلو کې دقیقه لارښونه وکړي.
ویل شوي چې سږ کال د افغان هوايي ځواک له لوري په ډېرو بریدونو کې اصلي هدف نه دی ویشتل شوی او په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو له لوري ملکي تلفات زیات شوي دي.
د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم، چې د چهارشنبې /اکتوبر۱۹/ یې خپور کړ، په تېرو ۹ میاشتو کې لږترلږه ۱۳۳ تنه په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۱۵۹ نور ژوبل شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې په درو کې دوې برخې هوايي بریدونه افغان هوايي ځواک کړي دي.
له ۲۰۱۴ وروسته ناټو د هوايي او مځکنیو عملیاتو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاره.
افغان هوايي ځواک که څه هم ډېرې الوتکې نه لري خو ویل کېږي چې د طالبانو د حملو په وړاندې د دوی وړې الوتکې اغېزمنې دي.
د ناټو چارواکي وايي چې نژدې ۶۰ تنه همدااوس په بېلابېلو کچو د روزنې په کورسونو کې دي خو ګومان کېږي چې د دوی شمېر به تر مارچ میاشتې پوري سلو ته زیات کړای شي.