ټاکل شوې چې ولسمشر حامد کرزى د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په رسمي بلنه د دوشنبې په ورځ پاکستان ته لاړ شي. خبري سرچينې وايي چې دواړه مشران به پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر وروستي کړکېچ، د سولې په رانو هڅو کې د پاکستان پر رول او نورو مسايلو خبرې وکړي.
له کله چې په پاکستان کې نوى حکومت واک ته رسېدلى دا به پاکستان ته د ولسمشر کرزي لومړى سفر وي، چې د کابينې ځينې وزيران او نور عالي رتبه چارواکي به يې ملتيا کوي.
په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موده رانژدې کېږي د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سياسي او نورو برخو کې کړکېچ زيات شوى دى. له پاکستان څخه د افغانستان پر ختيځو سيمو وروستيو راکټي بريدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم ترينګلې کړې دي.
دواړه مشران به د تجارت پر مسئله هم خبرې وکړي، پاکستان وايي په تېر ميلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ نژدې دوه نيم مليارده ډالره وده وکړه، چې په دې کې د پاکستان له خوا د څه باندې دوه مليارده ډالرو په ارزښت صادرات هم شامل دي.
افغانستان به دغه راز له پاکستان څخه وغواړي چې د سولې د خبرو په نازکه پروسه کې همکاري وکړي. ګومان کېږي پاکستان له افغان طالبانو او حقاني شبکې سره پټې اړيکې لري.
د صدراعظم يوه سلاکار څه موده مخکې وويل چې پاکستان له طالبانو سره اړيکې خو نفوذ نه ورباندې لري.
په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانيستلو کې هم د پاکستان د رول يادونه کېږي، افغان چارواکي وايي د طالبانو استازي له پاکستان څخه قطر ته لاړل او هلته يې دفتر پرانيست.
دغه دفتر تر پرانيستل کېدو لنډه شېبه وروسته د ځينو ستونزو له کبله وتړل شو.