تاند- د اروپا د فضايي تحقیقاتي ادارې مسوولانو د جمعې په ورځ وویل، مریخ ته د دوی استول شوې ستوربېړۍ د چهارشنبې په ورځ پر دې سیارې د کښېناستو په مهال غورځېدلې او دړې وړې شوې ده.
تر دې اعلان وړاندې په دوو ورځو کې له سکیاپارلي فضايي بېړۍ سره د اروپا د فضايي ادارې اړیکې پرې شوې وې او اټکل کېده چې دا ستوربېړۍ به لوېدلې وي.
د مریخ پر مخ د امریکايي سپوږمکۍ تصویرونه یو ژور ځای ښيي او ګومان کېږي چې دا ژور ځای به د اروپايي ستوربېړۍ د غورځېدو ځای وي.
ناسا له مریخه د خپلې سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي دي. (پاس)
دومره واضح تصویرونه ډېر لږ دي، په هرو ۶ مترو کې یو پیکسل.
داسي ښکاري چې په عسکونو کې ښکارېدونکی خاپی د اروپايي ستوربېړۍ وي.
د اروپا د فضايي ادارې څېړونکي هم تاییدوي چې د امریکايي سپوږمکۍ له لوري اخیستل شوي عکسونه د دوی د ستوربېړۍ دي.