= وسله وال طالبان ادعا کوي چې په جګړه کې د دولتي ځواکونو پر ضد له ډرون یا بې پېلوټه الوتکې کار اخلي.
د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د راپور له مخې، د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی له ۱۸ میاشتو راهیسي له ډرون څخه کار اخلي. ( تفصیل وروسته)
= افغان امنیتي ځواکونو د لشکرګاه له دوهمې حوزې وسله وال طالبان په شا وتمبول.
یوه امنیتي چارواکي میر حمزه نن /شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو تېره شپه په همږغو او منظمو عملیاتو کې لږترلږه ۲۲ وسله وال سختدریځي ووژل، ۲۰ نور ژوبل کړل او نور یې د لشکرګاه ښار له دوهمې حوزې پسې واخیستل. (تفصیل وروسته)
= د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې چاودنې لږترلږه یو تن ټپي کړ.
لومړني راپورونه وايي، داسي ښکاري چې چاودنه د مقناطیسي بم وه چې د ولایتي شورا د یوه غړي په موټر پوري نښلول شوی و.
= د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي او کلکه اراده لري چې په دغه هیواد کې د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړي.
سرتاج عزیز دا خبرې پرون /جمعه/ له یوه غیررسمي افغان پلاوي سره په کتنه کې وکړې.
ویل شوي چې پلاوی د مدني ټولنو له غړیو جوړ شوی او ممکن په اسلام اباد کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له استازو سره وویني.
= پاکستاني رسنیو هم نن تایید کړه چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر درې غړي دغه هیواد ته تللي او پاکستاني چارواکو ته یې په قطر کې د افغانستان او امریکا له استازي سره د وروستیو خبرو په باب معلومات ورکړل.
= پر یوې امریکايي کمپنۍ سایبري حمله پرون د انترنیټ ګڼې مهمې ویبپاڼې له کاروه وغورځولې.
امازون، ټویټر، پې پال او نیټ فلیکس هغه ویبپاڼې دي چې د دې برید له کبله له کاره ولوېدې.
پر دې سربېره د نړۍ په ګڼو سیمو کې انترنیټ له یو لړ ستونزو سره مخامخ شو.
د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پوري څرګنده نه شوه چې چا یا کومې ډلې دا برید کړی دی.
= هند وايي، سرحدي ځواکونو یې د کشمیر جمو ته نژدې په یو لړ عملیاتو کې د پاکستان ۷ ملېشه ځواکونه وژلي دي.
خو د پاکستان د پنجاب ملېشه ځواک وايي چې د دوی ځواکونه نه دي وژل شوي.
د هند او پاکستان ترمنځ په پوله کې په وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
= داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر موصل د عراقي ځواکونو د حملې په ځواب کې پر کرکوک برید کړی او لږترلږه ۱۹ عراقي ځواکونه یې وژلي دي.
= پاکستاني رسنۍ وايي، سعودي عربستان د بهخرنیو سوداګرو او پانګونکو لپاره د وېزې بیه ۷ برابره زیاته کړې ده.
= د هندي کشمیر اعلي وزیره محبوبه مفتي وايي، د هند او پاکستان د دوه اړخیزو خبرو بری له دې سره تړلی دی چې پاکستان د تروریزم ملاتړ بس کړي.
دې پرون /جمعه/ وویل په اوسنیو شرایطو کې د هند او پاکستان د خبرو امکان نشته.
= د پاکستان سترې محکمې د پاناما په مالي رسوايي کې د دغه هیواد د صدراعظم په اړه د څېړنو لپاره د حکومت د اپوزیسیون له لوري پر وړاندې شوي شکایت د غور په خاطر صدراعظم محمد نوازشریف ته ۱۰ ورځې وخت ورکړ.
محکمې له نوازشریفه غوښتي چې په دې موده کې محکمې ته ځواب ورکړي.