فيض الله غمخور خوست –
دا سروې دوې مهمې موخې لري
الف: عمومي موخې
ب: ځانګړې موخې
عمومي موخې:
د پلانونو، پاليسو سټراتيژيو په جوړولو کې ترې کار اخېستل کېږي. چې د اړونده دولتي او نادولتي موسسو لخوا د شواهدو پر بنسټ د پراختيايې او انکشافي پروګرامونو طرحه کول او د هغوی دقيق نظارت اسانه کوي.
ځانګړې موخې:
الف: د خلکو د نفوس، عمر، جنس د جوړښت په اړه د کره معلوماتو لاسته راوړل.
ب: د والدينو د ژوند د حالت، او نوو زېږيدلو ماشومانو په اړه د معلوماتو راټولول.
ج: په ښوونځي او د ښوونځي څخه د باندې ماشومانو په اړه معلومات راټولول.
د: د خلکو د زده کړو د کچې ځانګړتياوې، کار، د کار د ډګرونو معلومول.
ه: د خلکو د مهاجرتونو په اړه د معلوماتو راغونډول.
و: د وظيفوي ستونزو، ناروغيو او مړينو په اړه د معلوماتو او ارقامو راغونډول.
د مرکزي احصايې ادارې دنده په هېواد کې د دموګرافيګي، ټولنيزې، اقتصادي سروې ترسره کول او د قيقو ارقامو راجمع کول دي؛
چې د همدې ارقامو په واسيطه وزارتونه رياستونه او نادولتي ادارې خپل پلانونه او سټراتيژۍ رامنځته کوي. که چېرې کومه اداره د هېواد د سيمو د اقتصادي ټولنيز دموګرافيکي حالت په اړه معلومات و نه لري نشي کولای دقيق پلانونه رامنځته کړي.
نو په همدې اساس اړينه ده، دولت د پلانونو د طرحه کولو او جوړولو لپاره ارقام په لاس کې ولري، د دقيقو ارقامو نه شتون ستونزې رامنځته کوي مثلآ که مونږ خپل کور ته غوښه يا سبزي اخلو د کور غړو او نفوس ته په کتو يې اخلو که احيآ په همدې ورځ دې کور ته مېلمانه راشي نو مجبور يې چې د کورنۍ ډوډۍ ورسره نيمه کړي چې په دې صورت کې به يا مېلمانه وږي پاتې کېږي يا د کورنۍ غړي.
سوداګر او پانګه وال هم له خپلې پانګې اچونې وړاندې د ځان لپاره ډېر امکانات ګوري دا سروې سوداګرو او پانګه والو ته ښايې چې په دې سيمه کې د کومې کټګورۍ خلک زيات دي.
که زنانه زياتې وي مجبور دی، د سينګار سامان د ښځو لپاره جامې بوټونه او نورو برخو کې پانګونه وکړي او يا که ماشومان او ځوانان ډېر وو، هلته د ورزش او لوبو سامانونه واردوي،
د سروې پرمهال دا معلوميږي چې په دې سيمه او ولايت کې د کورونو په جوړولو کې د کوم ډول موادو ګټه اخېستل شوي ايا د باران، توپان او طبيعي افتونو پرمهال به دې سيمې ته ستونزې پيدا نشي؟
په دې سيمه کې څومره کسان کار او څومره نور بېکاره دي؟
زمونږ دولت دې ستونزو ته په پام سره د ملګرو ملتونو د وګړو د نړيوال صندوق ( UNEFPA )په تخنيکي مرسته د افغانستان په ولايتونو کې ټولنيزه، دموګرافيکي، او اقتصادي سروې پيل کړه چې په لسو ولايتونو کې پای ته ورسيدله او په خوست کې يې لومړني کارونه بريالي پای ته ورسول خو د دوهم پروګرام په نيمايې کې دا مهمه سروې بدون له معقول عذره ودريده.
داسي ويل کېږي چې د خوست او پکتيا ولايتونو لپاره پڼډ د برطانيې هېواد پر غاړه و.
که برطانيې د خوست او پکتيا د احصايې لپاره منل شوي پيسې واپس کړي، نو حکومت خو دومره غريب نه دی چې د دوه ولايتونو د سروې د پيسو مسؤليت پر غاړه نشي اخېستی. برطانيه به سياسي ملحوظات لري، يا به ځينې کسانو ته دا ستونزمنه وي؛ چې د خوست د ومره نفوس دې ومني او د برطانيې حکومت ته به يې غلطې مشورې ورکړي وي،
نا امني يوازې تشه بهانه ده، ددې وړې خبرې شاته ماته نور څه محسوسيږي.
د هغه اټکل له مخې چې د مرکزي احصايې رياست يې د هر ولايت په اړه هر کال تخمينوي د خوست نفوس د د هغه فيصدۍ له لحاظه دوه برابره پورته تللی. کېدی شي دا هم لوی مسؤليت وي چې تقريبآ ديارلس لکه نفوس ته د کال د پنځه لکه پنځوس زره کسانو سهم ورکول کېدو. او پاتې اتو لکو کسانو ته برخه نه رسيده.
په خوست کې د احصايې د دايمي کارمندانو او موقتو کنټرولرانو هغه هرکلی چې د خوست د اطرافو خلکو وکړ د افغانستان په کچه بيساری و، سروېران به چې يوه کلي ته وراسيدل؛ د دوهم کلي خلک به نيغ دفتر ته راغلل چې زمونږ نوبت کله دی؟
د خوست په کچه يوازې يوه ولسوالي ( صبري ) دېته نه وه تياره چې سروې پکې پيل شي خو اوس، اوس هغې ولسوالۍ هم دې مهم کار ته غاړه ايښي وه.
د افغانستان په کچه خوست لومړنی پښتون مېشته ولايت و، چې دا امتياز يې اخيستی و، خو وايې چې : ” د غريب سړي په لاس کې سوکړک بد ښکاري “
د خوست د يوې نسبتآ کوچنۍ ولسوالۍ د نفوس ارقام سلو زرو ته نږدې و، چې ځينې کلي يې په ښار پورې هم اړوند شوي، و، پداسي حال کې چې پخوا ددې ولسوالۍ نفوس په تحميني ډول درې ديرش زره د مرکزي احصايې رياست لخوا نيول شوی و.
د سروې د کارتوګرافرۍ ( نقشه کاشۍ ) کار پخوا پای ته رسيدلی و، د خوست د ښار په شپږو ناحيو، درې اداري واحدونو، تڼيو، دوه منده، سپېره او نادرشاه کوټ ولسواليو کې د سروې کار پای ته ايله دوې اونۍ پاتې وي او د خوست په پاتي نورو ولسواليو کې درې ورځې وړاندې په پوره بريا او چټکۍ پيل شوي وه. خو خدای خبر چې د خوست خلکو ته د خپلې وطندوستۍ سزا ورکول کېږي که بله کومه کيسه ده؟
په تېرو پنځلسو کالونو کې مونږ ته د پنځه لکه پنځوس زره نفوس په تناسب امکانات راکړل شويدي، خو کله مو چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې څلور لکه شل زره رايه استعمال کړه ددې پر ځای چې تشويق شوي وی، چې د خونخوار ښامار ( ميرانشاه په دروازه ) کې مو په دومره لويه کچه دموکراتيک عمل ترسره کړ ايله ورټل شو او پسونه وبلل شو.
د خوست خلک سره له دې چې اوسمهال يې ښځې نر تعليم ته مخه کړي خو بيا هم کله يې چې په کور کې خور، لور ناروغه شي ډاکټر ته يې په ډېر مشکله نوم اخلي،
خو د سروې په جريان کې نه يوازې په نوم وشرمېدل بلکي په پوره جرات يې دا دود مات کړ او په پڼدو مجلسونو کې يې د کورنۍ د غړو د نومونو، عمرونو، تعليم، کار او کسب په اړه د سروې کوونکو څه دپاسه شپږ څلويښت پوښتنو ته ځوابونه وويل.
خوست مېشتو د خپل نظام او حکومت د تابعدارۍ لپاره خپله قرباني بيا ورکړه، خو دريغه چې ځای يې نه دی نېولی!
د مرکزي احصايې لخوا دا مهال په لسو ولايتونو کې د سروې کار پای ته رسيدلی، سره له دې چې په هرات کې د شيڼډنډ لويه پښتون مېشته ولسوالي ددې مهمې سروې څخه پاتې شوي او د همدې ولايت يوه بله ولسوالي چې زياتره اوسيدونکي يې پښتانه دي، د نا امنۍ په تور پاتې شوي، دا چې ترشاه به يې کومې خبرې وي، زه يې په اړه معلومات نه لرم!
د خوست خلک د تېرو پنځلسو کالونو يوه لويه غوښتنه او نېوکه دا وه، چې د خوست نفوس له يو ميليون زيات دی خو مونږ ته په اقتصادي، سياسي او ټولنيز لحاظ د پنځه لکه دېرش زره نفوس سهم راکول کېږي.
اوس چې د دومره غوښتنو او هيلو سره د سروې کار نيمګړی پاتې کېږي نو دا ستونزې به پر ځای پرېږدي.
۱- خلک په حکومت باور له لاسه ورکوي.
۲- په سروې، احصايه او راتلونکو ټاکنو کې د خلکو نه ګډون ته هڅول.
۳-. د مرستو په وېش کې د نابرابرۍ راتلل او عدالت نه پلي کېدل.
۴- د ناروغيو، اقتصادي او ټولنيزو ستوتزو په اړه د حکومت ناخبري.
۵- د بودجې بېځايه لګول پداسي حال کې چې دا ټولې د مرستو او سوال پيسې دي.
دا او دېته ورته نور ډېر عوامل دي چې مسول يې حکومت دی او بايد دې ستونزو ته ځواب ووايې.
حللارې:
ولايتي اداره دې ژر تر ژره يو دولسيز کسيز کميسون جوړ کړي چې په راز کې يې د ولايت، ولايتي شورا، مدني ټولنو، مشرانو، پارلماني استازو، د ولسوالۍ او ولايت په کچه د موقتو امرينو او مرستيالانو يو هیئت تعين کړي تر څو په کابل کې د مرکزي احصايې د رئيس مرسته کوونکي بنسټ او د ملګرو ملتونو د نړيوال صندوق له استازو سر دې وويني، ترڅو د سروې د بيا پيل لپاره زر زمينه مساعده شي.
چې په دې سره به پورته يادې شوې ستونزې اوارې او دقيق ارقام به راجمع شي، که چيرې احصايې رياست د بودجې او تخنيکي مرستو د کمبود ستونزه ذکر کوله نو ولايتي اداره دي د ولسمشر او يا د ولسمشر د مرستيالانو سره د خبرو زمينه مساعده کړي. او هغه ستونزې دې ورته په ډاګه کړي.
که دې ټولو خبرو سر و نه نيو، نو د خوست پکتيا ځوانان مشران مدني ټولنې دې د مدني فشارونو لاريونونو اعتصابونو له لارې په مرکزي حکومت او ولايتي اداره فشار راوړي. چې ددې ټولو ستوتزو د لرې کېده اخيري چانس دی.