تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي او کلکه اراده لري چې په دغه هیواد کې د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړي.

سرتاج عزیز دا خبرې پرون /جمعه/ له یوه غیررسمي افغان پلاوي سره په کتنه کې وکړې.

ویل شوي چې پلاوی د مدني ټولنو له غړیو جوړ شوی او ممکن په اسلام اباد کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له استازو سره وویني.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر پلاوی له څو ورځو راهیسي په اسلام اباد کې دی او له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره یې د دوحې د وروستیو خبرو په باب پاکستاني چارواکو ته معلومات وړاندې کړي دي.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، سرتاج عزیز افغان پلاوي ته وویل چې پاکستان د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د وروستۍ موافقې هرکلی کوي.

ده وویل، داسي ښکاري چې دې موافقې نورې ډلې د سولې خبرو ته هڅولي وي.

عزیز زیاته کړه«دا ډلې باید دا ومني چې افغانستان بدل شوی او سوله ورته پکار ده.»

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار وویل، ټولو وسله والو ډلو ته د پاکستان زغرد او څرګند پیغام دا دی چې هیڅوک افغانستان په زور نیولی نه شي او سوله د خبرو له لارې ترلاسه کېدای شي.

«موږ هیله لرو چې هم حکومت او هم وسله وال طالبان به په خپل منځ کې مسلې سره حل کړي، موږ به یې ملاتړ وکړو.»

پاکستان له کلونو راهیسي وايي چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي خو عملاً دغه هیواد د افغانستان د جګړې د دوام لپاره د افغانستان وسله وال مخالفان روزلي، تمویل، او تجهیز کړي دي.

یو شمېر افغان او لوېدیځ کتونکي د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان وروستیو هڅو ته د شک په سترګه ګوري، وايي پاکستان د دې لپاره چې له نړیوالې انزوا او د امریکا له فشاره خلاص شي، دا هڅې پیل کړي دي.

دوی لا هم د پاکستان پر صداقت باورمن نه دي.

ادعا شوې چې پاکستان په وروستیو کې د ملا ناني په شمول یو شمېر طالب قوماندانان د دې لپاره ونیول چې هغوی د سولې ملاتړ کاوه.

دغه هیواد پخوا هم د ملابرادر په شان یو شمېر طالب مشران په ورته علت نیولي وو.

3 thoughts on “سرتاج عزیز وايي افغانستان بدل شوی، څوک یې په زور نه شي نیولی”
  1. AFGHAN GOVERNMENT MUST BE SMART;
    EVERY YEAR IN WINTER TALIBAN&PAKISTAN TALKING ABOUT PEACE,
    BUT THEY MAKE SELF READY FOR SPRING,IN SPRING SEASON AGAIN
    DO STRONGLY ATTACKS,
    AFGHAN ARMY,POLICE ALSO NEED TO BE MORE READY FOR ATTACKS.
    I KNOW PEACE IS FIRST CHOICE OF AFGHANS,
    WE LOVE PEACE,WE WANT TO REBUILD OUR COUNTRY,AND AFGHAN CHILDREN
    START SUCCESS LIFE,I WISH.
    THANKS FROM TAAND

  2. سرتاج عزيز يو مکار پنجابي څيري سياست مختته وړي چي پکيستان د انځوا څخه وژغوري. دي غواړي چي ځمري کويئ ته یوسي او هلته خپل مخ د ځمري سره یوځاي په کويئ کي په اوبو کي وګوري تر څو ځمري ته دوکه ورکړي او دخپل دوکي له مخي ځمري غلط کړي او په ګيدړ باندي په ځائ ديدي چي ګيدړ د څننګ خواته ختم کړي ولي فکر به وکړي چي د کوئ د اوبو جعلي تصوير حمله وکړي تر څو ځمري کويئ ته ولويږي او ختم شي
    اوس افغان ولس بايد هيڅ ډول پکيستاني پنجابي دوکو ته وخت ورنکړي بلکه ډيره لويه غلطي به يئ بيا تکرار کړي وي . افغانان د پنجابي پکيستاني سياست څخه نفرت او کرکه لري. سرتاج عزيز که ګيدړ وي ښه به دا وي چي ګيدړ پاتي شي. افغانان هيڅ ډول په زړه ورکونکي اعتبار يوه مکار سياست ته ورنکړي. بلکه يوه تاريخي اشتباه به وي. ديدي څخه زيات کوم غير انساني سلوک چي د پنجاب او ټولو سرکاري ادارو د افغان مهاجرينو سره کړيدي يود بخشش او هيريدو ندي بلکه وخت به انشالله مجازات ورکړي.مونږ افغانان که بهر يو او که دننه يو د پکيستان مکاري سره خبري کيدایئ نشي.بلکه دوئ مکار او غير انساني سلوک ديته مونږ یقين شويدي چي د پنجاب واکدران نه مسلمان دي او نه په اسلام ايمانلري بلکه جهاد ورباندي روا دي او يا لدي څخه بتر انځوا به به ورته غوره وي تر څو بلوچ او پختون قام او سينديان خبله اذادي تري واخلي او پکيستان مکار د ځمکي له مخ څخه ورک شي. د سرطان د بيماری دارو دا دي چي مړشي . دا ځکه دي د وجود فساد جوړيږي نو پس د پنجاب پکيستان د دنيا د فساد دي بلکه ورکيدل يئ ضرور دي.

  3. اسلامی امت انتظار درلود چه کوم اسلامی ملک هستوی ریاکتورونه او بالاخره اتمی وسلو ته لاس رسی پیدا کړی نو د امت دفاعی قوت او مصؤنیت به غښتلی شی خو چه موږ اوس اتمی پاکستان او ایران هم چه ډیر ورنږدی شوی ،د دغی توان سره ،سره بیاهم د جاهل او بی کفایته حکامو د غلطی اداری په نتیجه کی دا قوت د مسلمانو ګاونډیو د تباهی لپاره کارول کیږی او د امت او بشریت د سلامت او دفاع پر ځای افغانان ،عراقیان او سوریه مظلوم ملتونه بری وژل کیږی چه دا د فساد العالم فساد العالم مصداق ښیی کله چه امرا او علما فاسد شی نو هر څه فاسدیږی او د خدای نعمتونه د عمران،خیر او دفاع پر ځای د ګاونډی مسلمان کور پری ورانوی،انسانیت تباه کوی او بیاهم د پشتنو په قول ،خدای دی خره ته ښکر نه ورکوی،
    دا ورانی،تباهی،شراچوونه،تیری،غصب او نورو ته غم زیږول د همدی خر صفتو کار دی د انسان په څیره کی، او دغه سادیزم د تعلیم یافتګان بی تربیه زیږنده ده چه بشریت تری ځوریږی ، خو روغ انسان او روغ قیادت هیڅکله هم د خدای نعمتونه د نورو د تباهی او شر لپاره نه کاروی الا هغه چه د انسانیت لار یی ورکه کړی او په ګرداب د جهالت کی غوطی وهی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *