د پاکستان امنیتي چارواکو په پېښور کې د لر و بر پښتنو په ګډون د غزل د نامتو هنرمن استاد خیال محمد د اوونۍ د لمانځلو مخه ونیوله.

ټاکل شوې وه چې د اکتوبر له ۲۴ څخه به په پېښور کې د ډیورند په دواړو خواوو کې د استاد خیال محمد د مینه والو په ګډون د دغه نامتو سندربول د خدمتونو د درناوي لپاره د (ستا به زما نه ګیله کیږي زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه !) په نوم د استاد خیال محمد اوونۍ ولمانځل شي.

خو دا پروګرامونه هغه مهال له خنډ سره مخامخ شول چې د پاکستان امنیتي چارواکو د پروګرام ترتیبوونکو ته وویل چې له افغانستانه دې پروګرام ته څوک نه رابلل کېږي.

د دغه پروګرام یو ترتیبوونکی او پېژندل شوي خبریال میا فاروق فراق وايي «… متاسفانه چې د خپلو وروڼو رابللو ته هاغه چا پرې نښودم چې زمونږ یووالی پرې بد لګي، د پروګرام په راجوړولو کې یې راته ډیر مشکلات راولاړ کړل، خو د ډیر زړه چاودون او ستړو نه وروستو مو پریکړه په دې وکړه چې اوس به پیښور کې د نومبر په لمړۍ نیټه د دریو ورځو په ځای د یوې ورځې ښه لوی سیمینار په خیال محمد استاد کوو.. »

د ښاغلي فراق په وینا دا سیمینار د دې لپاره تر خپل ټاکلي وخت یوه یوه اوونۍ وروسته جوړېږي چې دوی یې د پروګرام تیاري ته پرې نښودل.

ده همداراز وویل چې په سمینیار کې به، چې د پېښور په نښتر هال کې جوړېږي، د استاد خیال محمد پر هنري خدمتونو د رڼا اچولو ترڅنګ د موسیقي پروګرامونه هم وړاندې شي.

One thought on “د پاکستان امنیتي چارواکو د استاد خیال د اوونۍ د لمانځلو مخه ونیوله”
  1. Salamooona
    Dagha kar kho de panjabyano pa wasita washoo sobai hokomat ta der sharam aw benangi khabara che larawbar de khial ustad pa ghwanda ke sherkat wakri kho isi pajabistan waqighi pa dera besharmana sara wai che larawbar ta ejaza ta nashta.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *