ژباړه: نجیب الله خان
۱ – د لومړي بري وروسته کراره مه کینئ، که دوهم ځل مو ماتي وخوړه؛ نو زرګونه خولې به دې خبرې ته انتظار کوي، چې وايي لومړۍ بریا يوازې ستا بخت.
۲- هر سهار ځانته پنځه خبرې وکړئ:
- زه تر ټولو ښه یم.
- زه یې کولی شم.
- رب مې د تل لپاره زما سره دی.
- زه ګټونکی یم.
- نن زما ورځ ده.
دا پنځه خبرې مو ورځ په مثبت اړخ اړوي.
۳ – یو ښه کتاب د سلګونه ښو ملګرو سره برابر دی لیکن یو ښه ملګری د زرګونو کتابتونونو سره برابر دی.
۴- زه ښايسته شخص نه یم، لیکن د هغه چاسره تل مرسته کوم، چې مرستې ته اړتیا ولري. ښکلا په زړه کې ده، نه په مخ کې.
۵- جګړه د مشکلاتو اخرنۍ حل ندی.
۶- کچېرې خپلې دندې ته سلامي وکړئ، تاسو به دې ته اړتيا ونلرئ، چې نورو ته سلامي وکړئ.
کچېرې له خپلې دندې مخ واړوئ، نو د مجبورۍ به ډیرو خلکو ته سلامي وکړئ.
۷- تاسو ګورئ، چې خدای پاک يوازې د هغه چا سره مرسته کوي، چې سخت کارکوي.
۸- تاسو نشی کولی، چې خپل راتلونکی ته بدلون ورکړئ، خو تاسو خپلو عادتونو ته بدلون ورکولی شئ، په يقيني ډول ستا عادتونه ستا راتلونکی هم بدلولای شي.
۹- باور او سخت محنت تر ټولو ښه دارو دي، چې د ناکامۍ په نامه ناروغي ووژنئ. د به له تا څخه تر ټولو کاميابه شخص جوړ کړي.
۱۰- خوبونه دا ندي، چې تاسو یې په خوب کې وينئ. بلکې خوبونه هغه څه دي، چې تاسو خوب کولو ته نه پرېږدي.
۱۱- د کامیابیو کیسې مه لوله، د هغوی څخه يوازې پيغام ترلاسه کوئ.
د ناکامیو کيسې ولوله، تاسو به داسې نظريې ترلاسه کړئ، چې د هغې پواسطه بریا ترلاسه کړئ.