ویدیو لري –
تاند- په مصر کې د دوو ماشومانو د واده خبر تاوده بحثونه پارولي دي.
وروسته له دې چې د ۱۲ کلن زوم او ۱۱ کلنې ناوې عکسونه خپاره شول، د هلک پر پلار اعتراضونه پیل شول.
د مصر قانون هیچا ته تر اتلس کلنۍ وړاندې د واده اجازه نه ورکوي.
خو نصیر حسن خپل مشر زوی دوولس کلن عمر ته د نوموړي د تره لور، چې یوولس کلنه ده وکړه او د واده اعلان یې وکړ.
د هلک پلار د مصر الوطن ورځپاڼې ته وویل چې کوم ناسم کار یې نه دی کړی. ده وویل چې یوازې یې زوی ته کوژده کړې ده.
د دوی عکسونه د مصر په ګڼو رسنیو او حتي د امریکا په واشنګټن پوسټ او د بریتانیا په مېل او نورو ورځپاڼو کې هم خپاره شول.
خو کله چې د عمر پلار پوی شو چې کار یې غیر قانوني دی، ویې ویل چې زوی او د هغه کوژدنه به اتلس کلنۍ ته ورسېږي، هاله به واده وکړي.
نجلۍ خو د د جسم نه پوره ښکاري خو هلک ډیر کوچنی دی… زه ددیرشو کالو یم او لا تر اوسه مجرد یم… خاورې به افغانستان جوړ شي… د خلکو وړو وړو ماشومانو ودونه وکړل او موږ په لونډۍ کې ږیره سپینه کړه.
بهلوال صاحب بس نو کش کوى يي