لیکوال محمداکبر حقمل

د خپل ځان پرتله کول مو له نورو سره او یا د خپل مال پرتله کول مو د نورو له مالونو سره نېکمرغۍ او بدمرغۍ راوړونکې دي یعنې هم ښېګڼې او هم بدګڼې لري. پرتله کول د مثبت فکر او کار زیاتولو په موخه مثبت او ښه تمامېږي او که چېرې له پرتله کولو څخه مطلب یا موخه مثبت فکر او کار زیاتول نه وي، نو په هغه صورت کې مو یواځې د بخل او نالورېینې لامل ګرځي او هغه کسان کوم، چې له همدې لارې خپل بخل او نالورېینه زیاتوي یا څرګندوي نو پایله به یې د الله«ج» ناراضيتوب وي. ځینې وخت مو پرتله کول د ځان ناکامولو او ماتې خوړلو لامل ګرځي. کله، چې په پرتله کولو کې د بل بریا او خپله ناکامي ووینئ نو د فکري ستړیا او د پرمختګ خنډ به مو وګرځي، په دې صورت کې مو یواځې خپله ناکامي او کمي وینئ او کله مو، چې ټول فکر په خپله ناکامي او تشه باندې بوخت شي نو په هغه صورت کې به د پرمختګ لپاره کومه فکري او ذهني پیاوړتیا ونلرئ. پرته له فکري او ذهني پیاوړتیا څخه تاسو د بریالیتوب څخه لرې پاتې کېږئ. ځینې وخت مو د ځان پرتله کول د خپل ځان رټلو او خپل ځان ته سپکاوي کولو لامل ګرځي ځکه د نورو بشپړتیاوې او خپلې تشې وینئ، چې پایله مو د خپل ځان رټل، ځان کم لیدل، او خپل ځان ته سپکاوی کول دي. ځینې وخت مو له نورو سره ځان پرتله کول او یا د خپل مال پرتله کول د نورو له شتمنیو سره ددې لامل ګرځي، چې تاسو ته یواځې او یواځې خواشیني در په برخه کړي. که غواړئ خوښ او بریالی ژوند ولرئ، د ځان او مال پرتله کول مو له نورو سره له منفي مطلبه مثبت مطلب یا موخې ته واړوئ تر څو بریالي او خوښ واوسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *