دا پښتنه له هغې روستو د اتلس کلن ارشد خان نه په بیا بیا وشوه، کله چې د هغه د چای جوړولو یو عکس مشهور شو.

د ارشد خان په ځواب نورو خو نه البته پښتنو سخت غبرګون وښود، چې ګنې ولې یي د دوی د خوښې ځواب ورنکړ.

ما اورېدلې چې باچا به وییل پښتنو په یوه خبره اتفاق کړی او هغه دا چې په یوه خبره به هم اتفاق نه کوي.

که څوک غریب وي نو څېر وړه به ورنکړي، خو که دغه کس روزګار ولري، ښه ژوند او د خوښې ځای ولري نو بیا زما او ستا دښمن دی.

2یو کس چې سکول ته ندی تللی په بازار کې له وړوکوالي مزدوري کوي، پلار نیکه یې چېرته دومره وس لري چې وولس ماشومان سکول ته بوځي، د نورو غوندې ذدکړې پرې وکړي او بیا دغه دومره شي چې ستا او زما په غریبۍ پسې وخاندي، دا خو د هر چا د ژوند کیصه نده کنه.

نوبیا د داسې یو تن نه دا تمه کول چې دی به یو ډېر ښه ځواب ورکړي، او بیا د پاکستان مطبوعاتو ته، چې  پښتنو له دومره ځای ورکوي لکه په وړو کې مالګه او هغه هم د لوړ  بلډ پرېشر د مریض غوندې، او یا بیا کله کله دغه مالګه د پښتنو په زخمونو هم دوړوي، خو پښتانه بیا کله پر دې پوهیږي، چې دا خېمه یي کور راکړ او که په زخم مالګه وه.

هغه یوه ټپه ده چې وایي ….

یاره چې تا تا شم چاړه شم ـــ نور د خبرو چاله وار نه ورکوومه

د پاکستان میډیا چې پښتنو ته شي نو چاړۍ شي، نو په داسې کې که چېرې یو پښتون زلمی د دغه میډیا لا لارې ښه ژوند ولري ، نو د تازه دین کاکا او د رحمان ګل له کوره پرې څه ځي.

د حیرانتیا خبره دا هم ده چې پر داسې خبرو د افغانستان او پاکستان د پښتنو تر منځ په ټولنیزو رسنیو جګړې او کنځل هم پیل شي. یو خوا دغه مسله ده.

بلخوا چې کله اوس په پېښور کې د استاد خیال محمد اونۍ لمانځل کیږي، نو تنظیمونکیو ته وویل شول، چې باید له افغانستانه څوک رانشي. لکه ستا د مېلمستیا هغه دود هم ختموي.

هغه خلک چې د پښتنو پرمختګ او یا د دوی یو ځای کېدل پرې بد لږي دا هم هغه دي چې تا په مردان او پکتیا ، او پېښور او کندهار کې وېشي، لر او بر کې دې تقسیموي، او هم پریو بل دې ختموي.

باید چې پښتانه پر دې پوهه شي، او ځان له دې احساسه راوباسي چې زه د کندهار او یا پېښور یم نو ښه یم  او ته د کوټې،چار سدې او یا د ننګرهار یې نو ښه نه یې.

تا به د دغه سیمې په لکونو داسې ځوانانو ته څنګه ښه ژوند ورکوې، چې فرض که پلار نیکه یي د کندهار یا پکتیکا دي، او اوس اوسې په صوابۍ او مردان کې.

 او که نه ښه ژوند نغواړې، ځان دې په تیارو کې خوښ دی، بچې دې دغسې خوښ دي چې که لور دې شپاړس کلنه شوه، نو یو زوړ سړي ته به یي ورکړې خبره خلاصه، او زوی به دې لکه د ارشد خان غوندې په بازار کې مزدورۍ کوي، لکه چې هغه وویل په دغه بازار کې داسې هیڅ مزدوري نده چې ده نده کړې.

او که نه غواړې چې ته دې هم ازاد وګرځې د خپلې سیمې اوبو ستا په ګټه شي، ستا بچي هم سکول ته لاړ شي، ستا په سکولونو او حجرو بریدونه ونه شي، له خپل ګاوندي ورور سره په تورخم پوله بې له څه وېزې لاړ راشې، او لکه د لاهور د فوډ سټرېټ غوندې په پېښور کې د خپل افغان ورور سره تکې وخورې، د هغه چا سره دوستي ولرې چې ستا قدر کوي، او هغه چاتا وفادار شې چې ستا د ولس وفادار وي، مختصرن د سیاله سره سیال شې، نو بیا به لږه خواري کی او لږ فکر.

یاري د سیال سړي مزه که ـــــــــ ځان ته به ګوري ستا به ډېر قدر کوینه

فرخنده اسد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *