د میده باران څاڅکي تیز شول. (پاول) پر چوکۍ د ( ایوا ) لور ته وروڅکیده، د هغې پر ولیو یې لاس واچاوه.
نجلۍ د پاول تر تخرګ لاندې د سړک پورې غاړه څارله، هلته یو هلک د خپلې مور پښه نیولې وه. مور یې د هلک لاس خوشي کاوه. هغه لکه ځنځه پورې نښتی و.
ایوا سړه ساه وایسته. پاول یې پر مخ لاس تیر کړ . ورته ویې ویل:
« باران دې مخ درلوند کړ، خولۍ سمه پر سر راکش کړه»
ایوا څه ونه ویل. پاول ورکړوپ شو چې ورته وګوري. د هغې شنو سترګو سره لمبه کوله. پاول راټوپ کړل د دې له پښو سره پر مځکه په جګو پښو کیناست:
– ګرانې څه شوي؟
د ایوا سلګۍ شوې او د خپل جاکټ اوږد لستوڼی یې پر سترګو تیر کړ:
-ژوند مو دې نشو برباد کړ
پاول د ایوا پښې په غیږ کې ټینګې کړې:
– کنه څه به مو کړي وو؟
-کور به مو وو، ماشومان به مو وو
– په دې باره کې خو ما او تا ډیرې خبرې کړي چې کوچینی د اوږو بار دی، څرنګه بیا دا خبره دریاده شوه؟
-ترکله به داسې بیکوره درپه دره یوو او په پارکونو کې به شپې سبا کوو
پاول مخامخ لوړې ودانۍ ته لاس ونیو:
-له دې طبیعي ژونده هغه په سمنټو کې راایسار بنیادمان څه خبر دي
ایوا پوزه کش کړه. پاول نجلۍ ښکل کړه:
-زړه مه خوره
– له حقیقته تیښته نه شته
پاول پر موبایل ۳۰ له ۳۶۵ سره ضرب کړل. د موبایل ښیښه یې ایوا ته ونیوله:
-ګوره څلویښت کلنه یې په اروپا کې هم اویا کاله اوږد عمر دی نو د پاتې ټول ژوند ورځې ۱۰۹۵۰ دي د دغه دومره لنډ ژوند یوه ورځ په غم ارزي
د ایوا شونډې ورپیدې. پښو ته ایښی بیک یې پرانیست او دبیرو له بوتله یې څو غوړپه سر پر سر وکړل.
پراګ