ګلناره پخوا لانوكى ښه وه،وته ننوته ، د ډاګټر دورماد دوا ښه له پښو وغورځوله. ټوله ورځ به يې لړمون په لاس كې نيولى او پړمخې به پروته وه. زه يې هم بې اوره وسوم، د زهرو روپۍ مې نه وې، هستي او نيستي مې دورماد راڅخه جيب ته كړه.

مجبور شوم د لاندي مږ او د وړې لور سورساندې د خولې وزه مې د اوبو په بيه وركړل. په شنه سهار مې د ولسوالۍ ډاكټر ته ځان ورساوه، ډاكټر مې ښځه معاينه كړه . قلم يې د غاښونو په منځ كې ونيو، وې ويل: دا پر كوم درينده اوښتى يې؟ ښځه خو دي په لوى لاس له پښو غورځولې ده.))

_ دورمامد دوا وركوله.

_ ولې دې دلته نه را وسته؟

له ځان سره مې وويل: ته نو زما له نيستي او بې كسي څه خبر يې، د بل په بزګرۍ كې مې ملا ولګېده. نن مې لا د اوبو وار ته د ماما زوى ودراوه.

ډاكټر وړه كتابچه ور كش كړه وې ويل: ژر يې ورسوه. ))

_ چيرته؟

_ كابل ته ، ‌اوس ارامي ده، څوك كار نه در لري.

ډاكټر كاغذ كات، كات كړ، په دوه ګوتو كې راته ونيو: ها كابل ته چې ورسېدې، د وزير اكبرخان په شفاخانه كې ډاكټر بريالي ته وركړه كار دې كوي. )) په مړو پښو له ډاكټره را ووتم . ډېر چورت مې وواهه، بله لار يې نه وه . له كوره را وستې خره مې وراره ته په لاس وركړه. د لارې په موټر كې را سواره شوو. د لمر له غوټه كېدلو سره كابل ته را ورسېدلو.

ګلناره موټر له ښې ايستلې وه ، له ډېرو كانګو يې څكه نه ده كړې، تسي يې لوېدلي وو. سهار په خړه مې شفاخانې ته ځان ورساوه، ګلناره مې دېوال ته پرې ايسته . زه د دروازې په خوله كې ولاړ سپين ږيري ته ورغلم . د ډاكټر توريالي پوښتنه مې ځيني وكړه . هغه سترګې پر را برګي كړي: (( برو،برو انسان واري استاد شو، تابالى  نه امده.)) لس افغانۍ مې ورته ونيوې، د تندي كوتان يې وغوړېدل، وې ويل: برو خودت بپال. ))

دورې منډې، دورې منډې  د زړه په چاودو مې ډاكټر توريالى پيداكړ. د داخلې امر يې راته واخيست ، ګلناره مې عملياتو ته برابره كړه. دويمه ورځ غرمه کۍ وه چې نوبت را ورسېد. ډاكټر په وينه پسې ولېږلم . ګوره په كوم چورت كې روان وم چې څنګته  مې بای پور ودرېد، له يوه بګريش غږ سره يې موټر ته ورخطا كړم.

له څنګه ناست عسكر مې لاس په لنګوټه را وتړل، تر ږيره يې ونيوم ، وې ښورولم وې ويل: « بګو الكايده چرا كشتى؟»

غړي مې وښويېدل، زبانګويي مې وتړل شوه. عسكر نورو ته مخ ور واړاوه وې ويل: «ما مى ګفتم كه الکايده اس، ببين دلش تكان مى كنه، ګپ زده نه مى تانه. »ما يو څه ځان وښوراوه، په خواره خوله مې ورته وويل: مريض مې راوړى .  وچوړوكي عسكر په تخرګ كې په سوك ووهلم، وې ويل: «سم انسان وارى ګپ بزن، لاولى، لاولى نه مى فهمم.»په ايران كې مې يوڅه پاړسي زده كړې وه، هغه مې هم له ياده ووته. په پښتو چې مې هرڅو خاورې ورته باد كړې، دوى نه پوهېدل. موټر ته يې پونده وركړه.

له ښاره وتلى يې نړېدلې خواته بوتلم. له ځان سره مې وويل: « د پاينده زويه لكه چې وار دې تېر شو. بيا خداى خبر د سورساندې لور خړي سترګې ووينې». موټر يوې كنډوالې ودانۍ ته ودرېد، لكه خرڅوړى له موټره يې را وغورځولم. په دوه كسانو يې يو پلنګي خيټور ته چې پكول يې پر يوه كولك ايښى وو، ودرولم.

هغه داړې سپيني كړې، په ستوني كې وويل: « بچا چه ګپ اس؟.»

عسكر ورته وويل:  «صيب ! اينه كسى كه در انفجار ديروز دست داشت.»دلته  مې هم زارۍ شروع كړې، خو تاثير يې ونه كړ، يو تور غار ته يې ننويستم. له زړه مې يو خداى خبر و، د ګلنارې زګېروی او د وړې لور نارې: «بابا ماته به ناوكۍ او ژاولي راوړې. » مې په زړه نوكاري لګولې.

ما لا د چورتونو لمن نه وه پرېيښې، چې  قوماندان وروغوښتم وې ويل: « بچيم يك لك  تاويل كو ايله ات ميكونم. »

ورته ومې ويل: والله چې له اولاد سره مې خرڅ كړې، كه يې را باندې جوړي كړې. مريض مې را وړى.

دى هم پوه شو چې څه نه ځيني بود كيږي، كار ته يې واچولم،درېيمه ورځ څاښت مې حوزه کې لرګي ماتول ، يو ښکلی هلك د پيره دار پر څوكۍ راته ناست وو.  كابل را ديو يې په زوره نيولې وه. د ګلنارې له نوم سره مې تبر وغورځاوه. د راډيو اخيري خبره مې ونيوه: « ‌د وزير اكبر خان په روغتون كې له عملياتو وروسته په حق رسېدلې، وارثين دې خپل مړى تر لاسه كړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *