په ټوله کې د هنر موخه د ابهام ايجاد دى او د علم موخه د صراحت. له علم نه زموږ هيله دا ده، چې مبهمې خبرې راته صريحې کړي او له هنره دا هيله کوو، چې تجسس ته مو ولمسوي.
علم راته وايي، چې دا اسمان دى، دا ځمکه ده، هغه ګل دى او دا دېوال دى؛ خو هنر ښايي، دا سره ګډ کړي، نوى ترکيب ترې راوباسي يا يوه ته اشاره وکړي؛ خو مراد يې بل وي. پر دې بنسټ په علم کې ابهام عيب ګڼل کېږي؛ خو په هنر کې ابهام کمال دى.
که مورخ راته ګونګې خبرې وکړي، نه يې لولو؛ خو د شاعر خبرې په دې خوند راکوي، چې صريحې نهوي او موږ ترې څو ماناوې اخيستلى شو.
په شاعرۍ کې هر ابهام کمال نه وي، بلکې منفي ابهام هم پکې وي. په دې جمله(ور مې پرانيست؛ خو غاټول راشين نه شو) کې منفي ابهام وينو. دا ځکه منفي ګڼو، چې شاعرانه منطق پکې نشته. لوستونکى که دا سمبوليک بيان هم وګڼي، مانا ترې نه شي راايستلى، ځکه چې د وره او غاټول او بيا د پرانيستو او راشين کېدو ترمنځ تړاو نشته، چې دا ور دلته څه شى دى، چې پرانيستل شو؛ خو غاټول شين نه شو.
زموږ په معاصره شاعرۍ کې داسې مثالونه شته، چې که لوستونکى يې هر څومره وشني، په مانا يې نه پوهېږي او تر شا يې منطق نه شي موندلى.
منفي ابهام د سراب غوندې دى، تږى ستړى ستومانه ورشي؛ خو په سرو شګو واوړي.
له دې نه ښکاري، چې تجسس شاعرانه ارزښت لري. موخه هغه تجسس دى، چې د ادب ماهيت جوړوي. د ادب لوستونکى داسې وي لکه تږى لاروى، د کلمو او د مفاهيمو د غوټو پرانيستل خوند ورکوي.
تجسس له ابهام سره تړلى دى. تږى لاروى که په سره صحرا کې د اوبو په لټون وتى وي او اوبه ونه مومي، نهيلى کېږي؛ خو دا لاروى که رښتيا هم تر شديدې تندې او شديد تجسس وروسته د رڼو اوبو په چينه واوړي؛ نو له خولې نه يې بېواره د خوشحالۍ سبحان الله ووځي.
دا حالت هله ممکن دى، چې د ابهام تر شا منطق وي. باقر وايي:
هغه تصوىر مې اوس هم د نظر په جېب کې پروت دى
چې مړاوي وو په چا پسې ګلونه د دېوال
شاعر وايي، چې هغه تصوير مې اوس هم په سترګو کې ژوندى دى، چې د دېوال ګلونه په چا پسې مړاوي وو. لوستونکي ته پوښتنه پيدا کېږي، چې انسان خو په چا پسې خپه کېداى شي؛ خو د دېوال ګلونه څنګه په چا پسې خپه کېږي.
د يونګ په اړه مشهوره ده، چې ومړ؛ نو هغه ونه چې دى يې تر سيوري لاندې کېناسته، وچه شوه. مېرمن يې ويل، چې دا ونه ورته ډېره ګرانه وه. مينه يوه نړيواله جذبه ده او دا خبره ممکنوي، چې ونه هم په خپل خاوند پسې وچېدا شي. ښايي، دشاعر مراد دا وي؛ خو دا يوه بله مانا هم لري، چې موږ په خپل انتخاب کې مترددوي او هغه دا، چې انسان بهرني طبيعت ته د خپلو احساساتو په هېنداره کې ګوري. که خوشحاله وي، خزان ځپلې ونه هم خوند ورکوي او که خپه وي، د پسرلي ګلونه هم نه. په داسې حالت کې دېوالونه هم خپه وي او د دېوالونو ګلان هم. دا د شديد خپګان احساس راکوي. يو کس په چا پسې دومره خپه دى، چې د دېوال ګلونه هم ورته خپه ښکاري.
د بيت د ابهام تر شا مو رواني علت وموند او له دې لټې نه مو خوند واخىست، چې يو څوک په چا پسې دومره سخت هم خپه کېداى شي. د دې رواني منطق له امله دا په مثبت ابهام کې شمېرو؛ خو د بيت لومړۍ مانا هم غلطه نه ښکاري.
”ژاک درېدا او پيروانو يې په رغښتماتي مکتب کې د متونو مانيزو کږليچونو او پېچلو تناقضاتو ته چې د مانا په اړه يې پرېکړه نه کېږي، د اپوريا ارستويي اصطلاح وکاروله. دوى د ناورين يا اپوريکې شېبې ته د ړوندتوب شېبه وويله، چې لوستونکى پکې دوه زړى وي، چې د متن په دې دوو ماناوو کې کومه يوه انتخاب کړي. اپوريک کږلېچ هغې تشې ته وايي، چې د متن د ظاهري او پټې مانا ترمنځ موجوده وي. له دې سره په متن کې تناقض پيدا شي. دا تناقض د متن د هغې مانا، چې زړه يې غواړي او هغه مانا چې په ويلو يې مجبور وي، ترمنځ وي. د اپوريا اصطلاح په بلاغت او منطق کې هر ايهام ډوله وينا ته وايي. د ناورين دې کږلېچ ته په بلاغت کې د (ترديد حالت) او په منطق کې (نظري پېچلتيا) وايي. په پسرغښتواله(پوسټ ماډرنيزم) کې د تاويل خوند او د متن رنګارنګ لوست د همدې ترديد او دوه زړتوب زېږنده وي.
ادبي متن تر نورو متونو له دې ناورين او ګډوډۍ سره ډېر مخ وي، ځکه د رنګارنګ لوست له امله د متن د داخلي عناصرو ترمنځ داسې پټپټونى روان وي، چې ورسره د متناقصو ماناوو او دلالتونو شمېر ډېر شي.کيسه ييزتوب، د واقعيت نشت، بلاغي توکي او سمبوليک بيان د متن دقيق لوست ناشونى کوي. د ادبياتو ژبه د پسرغښتوالو په اصطلاح بېخ(تل) نه لري، بلکې تش ابهام دى، چې ژورې مانا ترې راوځي.”(محمود فتوحي، ارزش ادبى ابهام از دو معنايى تا چند لايګى معنا: ٢٩-٣٠)
ادبي ابهام ته له علمي ابهام سره د توپير لپاره راز وايي، ځکه چې د راز لټه خوند راکوي او بې پايلې نه وي.
په ادبياتو کې د ابهام د ايجاد لپاره ډېر وسايل دي. ان پخپله د کلمو حقيقې ماناوې او د جملو او ترکيبونو ګرامري تړاوونه ابهام پيدا کولى شي.
پر دې سربېره پخپله انتخاب هم ابهام پيدا کوي. دا انتخاب کله د پېښو او کله د کلمو او جملو په کچ وي.
موږ چې په شاعرۍ کې کلمې په مستعارو ماناوو کاروو، ښايياصلي موخه مو مبهمول وګڼو. ادبي ژبه د عادي ژبې پرخلاف وايي يو څه؛ خو ښيي بل څه او دا پخپله په ادب کې د ابهام اراده ښيي. ادبپوهان وايي، چې شاعر خبرې نه کوي، بلکې خبرې خوري يا ژووي يعنې پټوي. د خبرو د پټولو لومړنۍ وسيله ابهام دى.
د ابهام لومړني وسايل مرسل مجاز، تشبيه او استعاره ګڼلى شو؛ خو سمبول او کنايه د ابهام زبردست وسايل دى. په سمبول کې چې لفظي قرينه نه وي او په کنايي بيان کې چې له واقعي حالت سره يې د مشابهت اړيکه نه وي، شديد ابهام وينو. په سمبول او کنايه کې جدي فکر ته اړتيا ليدل کېږي، چې د کلام د ابهام جړ غوټې پرانيزو؛ خو دا هېرول نه دي پکار، چې که تر شا يې منطق نه وي، هغه بيان ته سمبوليک يا کنايي بيان نه وايي.
په اروپا کې يې هغه هنر ته تجريدي هنر ووايه، چې بهر يې مثال نه درلود، چې دا ورسره د پرتلې په مټ د پوهېدا وړ شي. سمبوليستانو، کوبيستانو، فويچورستانو او سورريالستانو فکر کاوه، چې انسان له داسې لاشعوري کيفيتونو برخمن دى، چې بهر يې مثال نه موندل کېږي؛ خو لوستونکى مجرد شيان نه شي درک کولى. د دې مکتبونو د زوال لوى لامل همدا ګڼل کېږي او د دوى ابهام ته منفي ابهام وايي.
د ابهام له کلي بحث نه ايهام پيدا کېږي. ايهام د ابهام ابتدايي مثال دى، چې د کلمو له حقيقي او مجازي ماناوو نه زېږي يا يې د جملو رنګارنګ ګرامري تړاوونه راپيدا کوي.