په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، مرستیال والي عطا الله فضلي د و لایتي شورا رییس او غړو، د نورو ادارو رییسانو، په سلګونو قومي مشرانو او ځوانانو، مدني فعالانو، د ټولنو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

په سر کې د پکتیکا مرستیال والي عطا الله فضلي د غونډې ګډونوالو ته پرانستې وینا ور واوروله او د ټولو ادارو له رئیسانو څخه یې مننه وکړه چې د خپلو کلنیو کړنو راپورونه ولسونو ته وړاندې کوي، د هغوی سالیمې نیوکې اوري او پوښتنو ته یې په ورین تندي ځوا بونه وایي.

وروسته له اجنډا سره سم د امنیتي سکتور په برخه کې د دویمې پلې لوا قومندان عبدالواسع میلاد او د امنیه قوماندانۍ قوماندان خلیل الله ضیایي د دغه ولایت د امنیتي سکتور په اړه خپلې کلنۍ کړنې بیان کړې او د پکتیکا له غیرتي ولسونو څخه یې مننه وکړه چې تل یې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملا ټینګه کړې او تر شا یې ولاړ دي.

دوی وویل(( د پکتیکا د غیرتي او شملورو ولسونو په همکاریو او ټینګ ملا تړ مو نه تنها په پکتیکا کې مېشتو دوښمنانو ته ماتې ورکړې بلکي د دوی په کلک ملاتړ مو په بغلان، غزني او کندوز ولایتونو کې مېشت دوښمنانو ته هم ماتې ورکړې ده.

نوموړو د غه راز د ولسونو سالمو پوښتنو ته ځوابونه وویل او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پکتیکا امنیتي وضعیت به د ولسونو د کلک ملاتړ په برکت سره لا ټینګ شي.

د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس واصیف الله وصیفي هم د ولایت مقام کلنۍ کړنې له ولسونو سره شریکې کړې.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د یادې غونډې په ارزونه کې وویل: د دا ډول غونډو په ترسره کولو سره په ادارو کې مثبت بدلونونه راځي، د ادارو ستونزې په ګوته کیږي او د هغوی د حل لپاره لارې چارې لټول کیږي.

وحدت وویل هغه ادارې چې کړنې یې په سم ډول د قانون مطابق ترسره کړې دي تقدیر دې شي او هغه ادارې چې کړنې یې د قانون مطابق نه دي مجازات دې شي.

نوموړي دغه راز د ټولو ادارو رئیسانو ته سپارښتنې وکړې چې ټول باید د ستونزو د اورېدو زغم ولرئ او د ولس پوښتنو ته په ورین تندي ځوابونه ووایئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *