تاند- یوه داعشي د تلاشۍ په پوسته کې د یوې عیسوي جوړې (نر او ښځې) موټر ودراوه، ورته ویې ویل:
داعشي: مسلمان یاست.
عیسوي سړي: هو
داعشي: که مسلمان یې د قرآنکریم یو آیت ولوله.
عیسوي د انجیل یو آیت ورته ولوست.
داعشي عسکر اجازه ورکړه چې تېر شي.
کله چې دوی له خطره ووتل، او د دواړو سا یوه سمه شوه، ښځې خپل خاوند ته وویل:«څنګه دې دا دومره لوی خطر په غاړه واخیست. که داعشي جنګیالی پوی شوی وای چې دا د قرآن ایت نه دی، دواړه به یې سمدستي وژلي وو.»
خاوند ښځې ته وویل«باوري وم چې داسي نه کېږي ځکه چې که دوی په قرآن پوهېدلی بېګناه خلک به یې داسي په اسانه نه وژلی.»
اکثره کسان چې د دین په نوم وژنې کوي په خپله د دین په اړه زیات نه پوهېږي. افغانستان یې ښه مثال دی.
که څوک په دې آیت باور ولري چې «من اجل ذلك كتبنا علي بنياسرائيل انهّ من قتل نفساً بغير نفس او فساد في الارض فكأ نمّا قتل الناس جميعاً و من أحياها فكأ نمّا احيا النّاس جميعاً…» ایا کله به هم جرات وکړي چې بل څوک ووژني؟