جمهور رئیس غني  چې د ارام، هوسا، سوکاله، سرلوړي او پرمختللي افغانستان له ارمانجنو څخه یو دی، نوخپل دغه لوی او ملي ارمان ته د رسېدو لپاره علمي او عملي طرحې، برنامې او پلانونه لري او نوموړی د دغو برنامو د ښه تطبیق او پرمختللي افغانستان ته د رسېدو لپاره پر ملي اجماع زیات باورمن  دی. هغه په خپل منشور کې لیکي: ”… پر حکومتوالۍ باندې له سیاسي اجماع پرته دملت جوړونې او دولت جوړونې پروسه په سمه او چټکه توګه هماغسې چې لازمه ده نه شو تر سره کولای.
د افغانستان اوسنۍ ستونزې داخلي، سیمه ییز او بین المللي بعدونه لري. همدېته په پام نوموړي ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع ایجاد کړه، تر څو د هغو پر مټ د تروریزم، فساد، قاچاق، مافیا، جنګ او نورو بدبختیو څخه افغانستان په اساسي توګه خوندي کړي.
ولسمشر غني د مهمو ملي مسایلو په اړه د بحث او تصمیم نیولو لپاره د ولس اجماع مهمه بولي او وخت پر وخت یې د ملي مسایلو او  تصامیمو پرمهال عملاً ملي اجماع رابللې. د ولسمشر د ملي اجماع لومړۍ بېلګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ټولو د غوڅ ملاتړ اعلانول او وروستۍ بېلګه یې حزب اسلامي سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو په موخه د ملي اجماع رامنځته کول وو.
ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې ملي اجماع ایجاد کړه او د همغې ایجاد شوې اجماع له برکته نن له منبر، دېرې، حکومتي او دولتي ادارې او لنډه دا د هېواد له هرې ګوښې څخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو د قدردانۍ او د دوی د بشپړ ملاتړ غږونه را اوچتېږي او د همدغه ملاتړ، ډاډ او برحقه مبارزې له برکته زموږ مېړني او اتل ځواکونه په ټول قوت، مېړانه او زړورتیا د هېواد د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي.
له حزب اسلامي سره د سولې مذاکراتو د ښه ترسره کېدو لپاره ولسمشر غني د هېواد له ملي او سیاسي شخصیتونو، ملي شورا، احزابو، مدني او د ښځو بنسټونو، رسنیو، ځوانانو، دیني علماو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره  جلا جلا وکتل. د هغوی وړاندیزونه، سپارښتنې، اندېښنې هر څه یې واورېدل. په دې اړه یې اجماع او واحد لیدلوری ایجاد کړ او د همدغه واحد لیدلوري او اساسي قانون په رڼا کې یې دغه بین الافغاني مذاکرات بریالیتوب ته ورسول.
هغه وایي، ”دتلپاتې سولې دټینکېدو لپاره عملي جوړښت داړوندو سیاسي او ټولنیزو واکمنو اړخونو تر منځ په سیاسي اجماع پورې اړه لري، چې دعدالت او انصاف پر بنسټ ولاړ وي دتلپاتې سولې دټینګښت بنسټیز اصل دعدالت ټیګښت او دټولو ټولنیزو او سیاسي ډلو ګډون دی، دا اصل دیوه بنسټیز اصل په توګه په اساسي قانون ولاړ نظام کې منل شوی او د دې لپاره چې ټولو ته د ګډون او عدالت اصل پیاوړی کوي دا اصل داصلاح اوتعدیل په پړاو سره نور هم بشپړیږي.
پر ملي اجماع باورمن ولسمشر په دې ورځو کې کوښښ کوي چې د اصلاحاتو د تطبیق او فساد سره د مبارزې په برخه کې پراخ ولسي ملاتړ ایجاد او ملي اجماع جوړه کړي، ځکه بنیادي اصلاحات د ولس له اساسي غوښتنو څخه یو دي او د دغې مبارزې له برکته زموږ نیمه کاري او ناکاره دولتي ادارې په فعالو او کارنده ادارو بدلېدلی او د خدماتو کیفیت لوړېدلی شي او له همدې امله جمهور رئیس په ټینګار سره د ټولنې له ټولو اقشارو څخه غواړي چې د فساد او مفسدینو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د حکومت د اصلاحي برنامو ټینګه ننګه او ملاتړ وکړي.
ولسونو، سیاسي، اجتماعي، مدني او د ټولنې ټولو اقشارو ته ښایي چې د افغانستان د موجوده ستونزو د اساسي حل په موخه د ولسمشر او د هغه د اصلاحي، اقتصادي او ملي برنامو پراخ ملاتړ وکړي، ځکه د دوی د ملاتړ او اجماع له برکته افغانستان نه یوازې له شته ستونزو نجات پیدا کوي، بلکې په سیمه او نړۍ کې بېرته خپل پخوانی حیثیت غوره کوي، په خپلو پښو ودرېږي،خودکفا کېږي، له واردونکي هېواد څخه په صادرونکي، امن او پرمختللي هېواد بدلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *