ذبیح الله خورشیدی

د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا او د انورالحق احدي په رهبرۍ د افغانستان نوې ملي جبهه هغه سیاسي بنسټونه وو، چې د ملي یوالي حکومت پر وړاندې یې د مخالفت جبهې جوړې کړې.

دواړو جبهو تر خپل وس او توان په اساس پر حکومت فشار راوړ، خو حکومت د دوی په فشارونو غوږ ونه ګراوه او نه یې هم کوم ارزښت ورکړ.

له حکومت سره د حراست او ثبات شورا مخالفت له لومړي سره ښکاره و چې په نظام کې یې ونډه غوښته په دې خاطر څو ځله استاد سیاف تندې نیوکې وکړې چې مجاهدین په دولت کې ځان نه ګوري او دوی له سیاسي ډګره محوه کېږي.

خو، د افغانستان نوې ملي جبهې مخالفت د حراست او ثبات شورا سره جوت توپیر درلود چې نه یې په حکومت کې ونډه غوښته او نه هم د حکومت مشروعیت ورته د منلو وړ ښکاري.

اوس چې د ملي یوالي حکومت د هوکړې په پوره کېدو میاشتې اوړي انورالحق احدي او استاد عبدالرب رسول سیاف داسې چوپتیا غوره کړې چې مونږ یې ځینو پوښتنو او شکونو سره مخ کړي یو.

یا خو له دې جبهو سره حکومت کوم جوړ جاړي ته زړه ښه کړی او یا هم کېدای شي د مخالفت اغېزه یې حکومت نه محسوسوي.

په حکومت کې نوي راتونکي بدلونه دا ثابتوي چې ځینې مخالفې سیاسي جبهې او احزاب به په حکومت کې شریک شي.

په دې ورستیو کې اوازې دي چې د کابینې له لسو زیات وزیران د بودیجې د نه مصرف له امله له دندو ګوښه کېږي.

اوس که حراست او ثبات شورا او یاهم د افغانستان نوې ملي جبهې ته په حکومت کې د شاملېدو وړاندیز وشي رد به یې نه کړي.

حراست او ثبات شورا دې لحظې ته ستړی انتظار کاږي خو نوې ملي جبهه چې څه په لاس نه دي ورغلي ښایي دا ځل په حکومت کې د شاملېدو وړاندیزونه رد نه کړي او تر ډېره به یې ومني.

نوې ټاکنې په نظام کې یو ضرورت هم ده څومره چې مخالفتونه کمیږي په همغه کچه پرمختک ته زمینه برابریږي.

اوس افغانستان په یو بد امنیتي بحران کې ښکیل دی او له دې وضیعت څخه وتل ګډ کار او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *