اسم هجران –

په خبري رسنیو کې مې دا خبرترسترګو شو چې د پښتو موسقي د وتلې او نامتو سندرغاړي استاد خیال محمد په ویاړ د ستاینې دري ورځنې غونډه په روانه اوونې کې په پيښور کې جوړيږي، چې د لراو بر پښتونخواه د روڼ اندو څخه علاوه پر نورو بهرنیو هیوادونو کې میشت پښتنې استازي او پوهان به هم ګډون پکې کوي. د غونډې د محتویاتو او پایلو په هکله کومي تفصیلي خبري پکې نه وي. خو وروسته مې بیا په خبري ویب پاڼو کې دا خبر هم ولوست چې د پيښور امنیتې مسوولینو د استاد خیال محمد د اوونې د لمانځلو مخه پدې نیولې چې له افغانستانه به دې پروګرام ته څوک نه راځې. د پروګرام ترتیبوونکې وویل چې اوس به دا پروګرام د دریو ورځو پر ځای یوازي یوه ورځ وي او لوی سیمنار به پري کوي. پدې خبره ډیرخوشحاله شوم چې د خیال استاد په ویاړ داسي د ستاینې غونډه ترتیب او جوړيږي. هغه په رښتیا هم دا وړتیا لري چې درنښت یې وشي، ځکه پخپل شانداره هنري فن سره یې پښتو موسقي ته یو ځانګړې رنګ او ښکلا وربښلې ده، او بله د اهمیت وړ خبره پکې داده چې په ژوند د چا د کارنامو ستاینه کیږي، نو دا پخپل ذات کې د ژوندي ولسونو د غوره خصلتونو ښکارندوي کوي، او هغه غوښتنه پوره کوي چې وايي:

چې په ژوند دي زما ونه کړلو قدر  –  پس له مرګه مې بیا مه ژاړه په قبر
که د پښتنو مشرانو او مدافعینو د هڅو او ترسره شوو کارنامو یادونې او بیا ستاینې کیږي، نو د خیال محمد د ژوند ستایل هم پدې اړین دی، چې د رزم او بزم په سورونو سره یې په خپل ساحرانه غږ سره دي د«یاقربان اتل»، ډیر ویده زړونه راویښ کړي، او د پښتون قوم په بیدارې کې یې لویه ونډه اخیستې ده. ده فلګلوري، اماتور او کلاسیکې(صوفیانه) کلامونو ویلي او په ټولو څانګو کې یې د پښتنې پت او عظمت د علمبردار خوشحالخان خټک، صوفي شاعر رحمان بابا، انقلابي مفکرعبدالغني خان، بابای غزل حمزه شنواري، رومان دوان شاعرمحمداعظم اعظم او په لسګونو نورو پښتنې شاعرانو شعرونو ته داسي کمپوزونه او سوزونه ورکړي، چې څنګه ورته الهامې غوښتني کیږي. دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په راتلونکې کې به هم بل هنرپال هغه معیار او انداز پوره نه کړي، لکه څنګه چې استاد خیال محمد پدې هکله هنري شاهکاري کړيده.

خو پدې خبره بیا ډیر خپه شوم چې پاکستاني واکدارانو د افغان پوهانو د ګډون په بهانه  ددي غونډې مخه نیولي ده، او ویلي دي چې له افغانستانه به پدې غونډه کې څوک ګډون نه کوي.

لومړي خو دا خبره لازمه ګڼو چې مفاخر او مشاهیر خو د ټولو سره ګډ دي، له توپير او کینې څخه باید کار وانخستل شي. کنه! موږ څه اړتیا لرله چې باچاخان ته  فخرافغان ووایو؟

بله داچې د راويخیلو هغه د«پاڼ او پړانګ» ترمینځ ویره اوس ورکه شوي، چې له روسانو یې د ګواښ او له امریکا یې د داد تمې لرلي. هغه مهال به یې افغانان خپل د سترګو تور او پاکستان د دوي دوهم کور بالو، خو اوس یې دښمنان ګڼې او خپل ټاټوبي ورته د غلیم  کور بولي. په هر صورت دا د افغان ولس نیمګړتیا نه بلکه وخت نازکتیا ده چې ورڅخه کړيږي.
عالمه ما کې ګناه نشته – ګناه د وخت ده چې یې زه مجبوره کړمه
دا چې د استاد خیال محمد د هنري ژوند په ارزښتونو خپلي ارزونې وړاندي کوو، نو نوري د ویلو وړ ځانګړتیاوي یې دادي چې نوموړي د خیبر پښتخواه د پخوانی پیښوري موسقي او اوسنې تر مینځ د ارتباطي پل حثیت لري، او هغه داچې ده د پخوانی پښتو موسقي د سرخیلانو، لکه ګلستان، مظفرخان، سبزعلي خان، صحبت خان، ګلاجان او یو شمیر نورو په حضور کې د زده کوونکې په توګه وخت تیر کړي، او د معاصر دور د هنري څهرو سالار بلل کیږي. یعنې د پخواني موسقي طرزونه یې له نوي سره ترکیب کړل او بیل رنګ یې ورته وباښو، چې اوس د ده دا طرزونه او سندریږې نغمې د نورو لپاره د تقلید وړ ګرځیدلي دي.

علاوه پردي، د خپلو هنري صفتونو په درشل کې په  پښتو فلمونو کې د خیال محمد ونډه هم د ستاینې وړ ده، چې په ایتاومې لسیزې کې یې د نامتو لوبغاړي بدرمنیر او ورسره ټیم په رول لوبولو سره جوړ او ننداري ته وړاندي کړيدي. سندریز بهیر یې د خيال محمد او مرحومې ګلناربګیم په والهانه اوازونو سره ښکلي شوي وو، چې د هر دردمند د زړه زنګ پري لري کیدو. هغه وخت چې افغان جهاد په څپانده موج کې و، زموږ په ځوان کول کې د احساساتو د را برسره کیدو لامل هم هغه حماسي سندري وي، چې د امیرغلام صادق په شاعري، د ایس ټي سنې په موزیک او دواړو سندرغاړو(خیال محمد او ګلناربی بی) په غږونو کې به زمزه کیدي، او نورو ته به یې د ژوند الهام ورباښو.

د استاد خیال محمد د ستاینې په تړاو دا خبره هم د یادونې وړ ده چې یوځلي په سفر روان وم، د پښتونخواه په سردرو کې چې د پښتنې عظمت نښې له ورایه پکې ځلیدي، د سورلي په موټر کې استاد خیال محمد دا حماسي سندره چې شاعر یې عبدالغنې خان ده ویل  کیده،
«ملګرو پښتنو لیږه پښتو کول غواړي – دا سترګې د حالاتو دي کږي سمول غواړي»
نو په خوا کې مې یو ولسې کس له بل سره دده ستاینه په خپل کلیوالي کلام سره داسي وکړه «خیال محمد د پښتو داسي څلي جوړ کړي چې هرڅوک په ویاړي»، یقینآ چې تر اوسه مي د هغې خبري انداز نه هیريږي، اوله هغه ورځې مې بیا د دي هنرمند په هکله تلوسه زیاته شویده.

همداراز په شخصي لحاظ سره هم استاد خیال یو منکسر مزاجه او د فقیري خوي خاوند دي. د اوس وخت یو ځوان که دو، دري سندري ووايي  نو له اسمان سره خبري کوي، خو خیال محمد چې په زرګونه سندري یې ثبت شوي او په نړیوالو کچه یې په کانسرتونو کې ګډون کړي، او خپلی هنري وړیتاوي ښودلي، ډیر مینوال او محبان لري، بیا هم د یوه ساده او دروند پښتون په توګه به له هر چا سره مخاطب وي، چې دا یې لا بل د منلو وړ صفت دی. لنډه داچې دده په هکله به دا وینا په ځای او مناسبه وي چې وايي:

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي – ځولي مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
او په اخیر کې خپلي خبري پدې ټکو سره رانغاړو چې نوموړي د عمر په لحاظ سره کمزوري شوي او بیمار هم دی. بیا هم دده لپاره د ښې روغتیا غوښتونکې یو، او په خپل زرین فن کې ورته د نورو شاندارو بریاو هیله کو.

One thought on “د پښتو د وتلې او نامتو سندرغاړي خیال محمد په ویاړه د ستاینې غونډه”
  1. ګرانه ديره ښه ليکينه دی کړی خو په يوه جمله دی بې مالګي کړی ده داسی به نه وايم چې شرمولی دی ده ( مونږ څه اړتيا لرله چې باچاخان ته فخری افغان ووايو ) له تاريخ نه بی خبره سړی ې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *