د توت د ونې لاندې ناست وو۰
هوا ګرمه وه خو صبا له نوې مود سره سم  د کمیسه په سر لنډه کوبای کورتۍ اغوستې وه۰ځمکې ته یې  داسې کتل ته وا د فوټبال مسابقې ته ګوري۰
سترګې یې لا په ځمکه کې  ښخې وې خو خوله یې وخوځوله، ویې ویل:ژوند یو خوږ عذاب  دی او بس!
 ومې خندل ځواب مې ورکړ: ستا مغز لکه چې بیا اف ساید ته لاړ۰
پریږده بابا دا خبرې، ها خوا ګوره   په پوهنتون کې یې سپیدار ایښي،
څومره ښایسته ښکاري!
صبا وویل: طبیعت ښکلی دی نو ځکه  دې عذاب ته خوږ وایم۰
– هههههه ته باید په قیامت کې له افلاتون سره یوځای محاکمه شې۰دا فلسفې دې بیا هماغلته وایه، وس درځه چې د فزیک ساعت شروع کیږي.
تعمیر ته دننه شو. صبا د اوږده  دهلیز د کنج شیشې ته ودرېده۰
ټیکری یې سم کړ. د شونډو رنګ یې تازه کړ۰د لمر ضد عینکې یې له دستکوله وایستې، په سر یې کیښودې۰
صنف ته لاړو۰
صبا خپل پریزنټېشن ورکړ۰
استاد او شاګردانو ټولو ورباندې چک چکې وکړې۰
ورو مې ورته وویل: حسنِ غم کش، دوه دقیقې مخکې دې په ژوند بیچاره پسې راخیستې وه او اوس له خوشحالې په جامو کې نه ځاییږې!
صبا عینکې د میز په سر کیښودې، د لاس د ګوتو ټکا یې ویسته،
ویې ویل: د رنګ په کارولو شونډې نه سرې کیږي، ماهیت نه بدلیږي.
One thought on “ماهيت/ لیکواله: هيله غضنفر ”
  1. سلام
    ما ته ستا خبرې د يوه چينا يي فيلسوف خبره را په ياد کړه : هغه ويلي چې يو انسان له ځان څخه هرڅه جوړولاى شي خو يو کار نه شي کولئ چې د خپل پوټکي نه د باندې ځان نشي ښودلئ هو زه تاسره منم چې د رنګ په کارولو شونډې نه سرې کيږي،ماهيت نه بدليږي ډير ښايسته او په زړه پورې خبرې دې ليکلي بريالۍ اوسې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *