د ايندرا ګاندي نړيوال هوايي ډګړ ترمينلته د ننوتو سره سم مې په ذهن کې خپل هيواد سلګونه پوښتنې وزېږولې، تر څو چې نورې پوښتنې مې ذهن اشغال کړي له رومانس او موسيقيته ډک غږ مې پام ځانته وګرځاوه، وړاندې تر دې چې مخ ورواړم ښکلې ښاپېرې مې څنګته ودرېده او په انګرېزي ژبه یې جوړ په خیر راسره وکړ. روغبړ مو لا نه و خلاص چې د انارو د جوس نيم څښلی بوتل یې راته ونيو، ما له موسکا سره سم ورته وويل چې مور مې راته ویلي په سفر کې له نابلده خلکو څخه د خوړو او څښلو شی مه اخله، زما د ځواب په اورېدو یې وويل اما ماستا له جېبه ولېدلي کاغذونه په ډېره مينه راواخيست.
زما کاغذونه؟ ما په حیرانه لهجه وپوښتله.
بلې هو، ستا کاغذونه، داسې ښکاري چې د خپلې ګرل فرېنډې (ښځينه ملګرې) ليدو ته راغلی یې چې په دې هم خبر نه شوې چې له جېبه دې کاغذونه وولیدل. د مننې سره سم مې لاس د اسنادو د اخيستلو لپاره ور اوږد کړ.
د اېمېګرېشن (د پاسپورټ ثبت او د خروج د ټاپې) وروسته مې خپل زوړ او کوچنی د جامو بېګ (بیک) راواخیست او د اييرټېل د سېمکارډ د رانيولو په موخه د ياد مخابراتي شرکت غرفې ته په قطار کې ودرېدم، د سېم کارډ د رانيولو وروسته د ترمينل له پينځم ګېټ څخه عمومې جادې ته له وتو سره سم لکه له شپون څخه چې وری ورک وي شااوخوا مې په دې هيله کتل چې ګواکې د غټو غټو تورو سترګو، نرۍ ملا او اوږده ورېښتو ښاپېرۍ به زما د نوم کاغذي لوحه په لاس نېولې زما ښه غلاست ته ولاړه وي، له اوږده انتظار وروسته ښاپېرۍ خو څه چې په رنګ تور په تن ضعیف بوډا مې هم و نه موند چې هرکلي ته دې ولاړ وي، خو ناڅاپه مې سترګې د ايرټېل مخابراتي شبکې پر یوه عمومي غرفې ولګېدې، سمدلاسه مې د کوربه ادارې کورديناتور (ښاغلي سيټي) ته زنګ ورکړ او خپله بې وسي مې ورته بیان کړه، نوموړي له واره د وينود مکيجا په نوم د يوه کس شمېره راکړه چې ګواکې زما په ګډون د نورو مېلمنو ښه راغلاست ته ولاړ دی. وينود ته مې زنګ ورکړ چې له غږه ډېر سپينږيره معلوم شو، د خبرو سره سره مو يوبل و نه موندل، شېبه وروسته مې مخامخ ښکلې او دنګې ځوانۍ ترسترګو شوې، زړه مې ولګېد چې ځه وطنداران دې وموندل او دوی هم د همدې ښاغلي په تمه ولاړ دي، تر هغه چې زه دوی ته ور نږدې شم، د دوی تر څنګ مې هغه غږ واورېد چې شېبه وړاندې مې پر ټيليفون خبرې ورسره کړې وې، ورغلم ځان مې ده او د ښايسته بدن خاوندانو هر يو ښاغلي استاد عالم ګل سحر، استاد نجيب منلي، څېړنوال عبدالغفور لېوال، استاد غلام حضرت نبيپور، ښاغلي ډاکټر محب زغم او ځوان او بااستعداده شاعر او ليکوال تایر ځلاند ته معرفي کړ او په دوو ټيکسيانو کې په درې او څلورو کسانو سره ووېشل شوو.
له هوايي ډګر څخه مخ په ماهيلالپور چېرې چې د اييرپورټ ګرانډ په نوم په يوه مېلمستون کې موږ ته د اوسېدو لپاره ځای راکول شوی و راون شو، که څه هم ياده سيمه هوايي ډګر ته نږدې وه لاکن په کم واټن کې هم دنګې ودانۍ، پراخ سړکان او شنو ځمکو مو سترګې خوږې کړې.
د سارک صوفي فیسټيوال د راجستان ايالت په جېپور کې جوړ شوی و، نو موږ افغان هيات او راسره نيپالي او بوټانی هیات په دوهمه ورځ په بس کې مخ په جېپور روان شوو، په بس کې مو ښاغلی محمد زرين انځور او ښاغلی منصور نسيمي هم وليدل چې زموږ څخه يوه ورځ وړاندې ډيلي ته راغلي وو، له ډيلي څخه تر جېپوره شپږ ساعته د بس لاره ده، د نوي ډيلي د ګورګان د سيمې لوړو ودانيوافغانستان ته د بيارغونې په نوم راغلي ميلیاردونه ډالر په ياد کړل. د دوه نيمو ساعتونو له مزل وروسته د نيمرانهښار شنو ځمکو په خپل هيواد کې زما د ماشومتوب د وخت د نوروز لمانځنې را په ياد کړې، پر لاره هر دوهم موټر به له باره ډک کانټينري لارۍ وه، له ټاټا څخه نيولې تر هيرو موټرسایکل او نورې سلګونو فابریکو اړ کړم چې له ځانه سره ووایم چې هغه پاکستاني باټک چې ځان د هند پر وړاندې اتل او زړور بولي لږ تر لږه دې د یوې ورځې په موخه هند ته سفر وکړي.
جېپور ښار ته له ننوتو سره سم هندو ارکېټکټ او مغل شاهکارونو څو سوه کاله مخکې بوتلم، د لويو او پراخو سړکانو دواړه خواوې څو سوه کاله مخکې جوړې شوو دنګو ودانیو پوښلې وې، که څه هم د دغو ودانيو په جګو ګنبدو د هندو ارکېټېکټ لاس لګېدلی و، اما له دې سره سره يادو ودانيو د پېړيو مخکې اسلامي ارکېټېکټ وياندويي کوله او زما غوږونو ته يې د هغه وخت د ښاهانو او راجاګانو له قهره ډک فرمانونه اورول. زموږ شپږ ساعته مزل کونکی بس هم د څو ډوله کلتوري، صوفي او رومانټيکي غږونو، احساساتو او څرګندونو کوربه توب وکړ، د ښار څخه له وتو وروسته د ټاکر رام پراتاب سېنګ دېګي (دېګي محل هوټل) ته ورسېدو چې یو مهال د راجپوت ټاکورانو شاهي ماڼۍ او استوګنځای و، یاد هوټل نه يوازې زموږ د اوسېدو ځای بلکې له ۱۴ بیا تر ۱۷ اکتوبره د سارک صوفي فيسټيوال کوربه توب هم کاوه.
د سارک د ادبياتو او ليکوالانو بنسټ په کال ۱۹۸۷م کې د هندوستان د پنجابي ژبې نامتو ليکوالې اغلې اجيت کور تر مشرۍ لاندې خپل فعاليت پيل کړ چې په کال کې لږ تر لږه دوه ځلې د سارک هيوادونو ليکوالان، اديبان، روڼ اندان او شاعران د سارک د ادبياتو او ليکوالانو، او د سارک صوفي فېسټوال په غوڼدو کې سره یوځای کېږي. د یاد بنسټ مهم هدف د سارک هيوادونو ژبو، ادب، کلتور، فرهنګ ته وده ورکول او له دې لارې په سيمه کې سولې، مينې او انسانيت ته کار کول دي.
د ياد بنسټ مشره اغلې اجيت کور په کال ۱۹۳۴م کې زېږدلې او ۱۹۵۲م کې یې د ښاغلي راجيندر سېنګ سره واده وکړ، نوموړې د دوو اولادونو (ارپنا کور او کېندي کور) مور ده، ارپنا کور نړيوال شهرت لرونکې نقاشه ده. اغلې اجيت کور ليکواله، شاعره او ناول ليکونکې ده، نوموړې په لومړي ځل په کال ۱۹۸۵م کې د هندوستان د ادب تر ټولو متبر سهېتيا اکېډميا اېوارډ او په کال ۲۰۰۶م کې د پډماشري په نوم لوړ ملکي ستاینليک تر لاسه کړ. د نوموړې مشهور کتابونه خانه بدوش (کوچيان)، ګلبانو، مهک دي موت (د عطر/خوشبوی مرګ) او دهوپ والا سحر (د پيتاوي سهار)دي.
د ۲۰۱۶ سارک صوفي فيسټيوال کې له افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، بوټان او نيپال څخه ليکوالانو، روڼ اندانو، شاعرانو او اديبان ګډون کړی و. د يادونې وړ ده چې پاکستان د سږني کالسارک صوفي فيسټيوال ته خپل هيات نه و رالېږلی.
د ۱۴ اکتوبر سهار نهه نيمې بجې له مينې ډکه فضا خپره کړې وه، د فيسټيوال د پرانېسغونډې په مشرتابه کې د څېړنوال عبدالغفور لېوال او محمد زرين انځور شتون او د دوی مقدماتي خبرو ماته يو ځانګړی جراءت راکړ تر څو په دوهمه ورځ زه وکولی شم خپله مقاله ګډونوالو ته واوروم.
د فيسټيوال ورځنی مهال وېش په دوو برخو لومړی مقالې او بیا شاعري ته ځانګړې شوی و او له ماښام وروسته به ځانګړې صوفي موسيقي ګډونوالو ته وړاندې کېده چې د هندوستان نامتو سندر غاړو لکه شبنم، ويپول رېکي، توچي راينا، وېديا شاه، سونم کارله او د افغانستان تکړه کلاسيک سندرغاړی ښاغلی شاه رسول قاسمي له خپل ګروپ سره د صوفيزم او ادب فضاء لا هم رنګينه کړه.
په درې ورځني فيسټیوال کې د افغان هيات هر برخوال په خپل وار خپله مقاله او له هنره ډکه شاعري ګډونوالو ته وړاندې کړه. څېړنوال عبدالغفور لېوال په خپل خوږ قلم او خوږه ژبه (خوش کلام و خوش ګفتار) د نولسمې پېړۍ ستر روڼ اند، اديب او شاعر غني خان دنيا ته وروپېژانده، همدا رنګه استاد عالم ګل سحر د خړو غرونو په لمن کې پرته د جنتونو سپینه او سپېڅلې پښتته حوره چې زړه یې له مينې او سولې خونه ده په خپل ښایسته شعر چې عنوان یې (يوازې ستا لپاره) نړۍ ته ور وپېژانده. ښاغلي استاد نجيب منلي نه يوازې له هنره ډکه شاعري بلکې ډېره علمي مقاله هم ګډونوالو ته واورله ترڅو نړۍ زموږ افغان صوفيان چې ډيری هيوادونه یې خپل بولي وروپېژني. د ښاغلي محمد زرين انځور، استاد غلام حضرت نبي پور، ښاغلي منصور نسيمي او ډاکټر صاحب محب الله زغم پر افغان صوفيزم، سولې، مينې او انسانيت ليکل شوي علمي مقالو ګډونوال ګوته په غاښ کړل. هیره دې نه وي چې ځوان او مستعد ليکوال او شاعر ښاغلي تاير ځلاند ښکلې شاعري په تالار کې ناستو ګډونوالو لاسونو په چکچکو ستړي کړل، له دوی سره سره ما هم هڅه وکړه چې افغانستان د صوفيزم، علم، ادب، مينې، سولې او مېلمه پالنې د ټاټوبې په توګه نړۍ ته ورپېژنم.
د افغان هيات ورها خوا، د هند هيواد ليکوالانو، روڼ اندانو او شاعرانو په ځانګړي توګه اغلې ډاکټر ترنم ریاض، د سريلانکا، بنګله دېش، نيپال او بوټان ليکوالانو، روڼ اندانو او شاعرانو د سولې، يووالې، مينې او محبت پيغامونه ورکړل.
په ټول کې افغان هيات په برياليتوب سره وتوانېد چې نړۍ ته د افغانستان اصلي انځور چې دا هيواد نه يوازې د خپلې جغرافيې، د نړۍ سترو امپراتورانو او يرغلګرو ته په ماتې ورکولو مشهور دی بلکې دا هيواد د علم او پوهې په ځانګو، تمدن، شتمن کلتور، مينه، سوله، مېلمه پالنه او د دينونو او مذهبونوپه زېږولو کې هم بې سارې خاوره بلل کېږي.
د مشهور متل (هيڅوک هم نه وايي چې زما د غړکې خوند بد دی) پر بنسټد افغان هيات هر یو څېړنوال عبدالغفور ليوال، استاد نجيب منلي، محمد زرين انځور، استاد غلام حضرت نبيپور، محمد منصور نسيمي، ښاغلي تاير ځلاند، ډاکټر شکيلا واجېدي، او په ځانګړي توګه ښاغلي استاد عالم ګل سحر او محترم ډاکټر صاحب محب زغمپه خپلو عالي تشبېهاتي او استعاري الفاظو وستایلم او خپل ارزښتلرونکي کتابونه یې راته ډالۍ کړل چې ورڅخه د زړه له کومې مننه کوم.
سربېره پردې د هندوستان نامتو ليکواله او د ياد بنسټ مشره اغلې اجيت کور، نړيوال شهرت لرونکې نقاشه ارپنا کور، اغلې روما کور رانا (هندوستان) اود هندوستان د وتلې شاعرې اغلې ډاکټر ترنم رياض چې ماته یې د ستاینې او مينې ترڅنګ خپل ښکلی کتاب هم ډالۍ کړ منندوی یم. همدا رنګه د ښاغلي پروفیسر مسود احمد (بنګله دېش)، پروفيسر موصطوفا طارق الاحسن (بنګله دېش)، ښاغلي ساګر سګير (بنګله دېش)، پروفيسر اغلې نياز زمان (بنګله دېش)، پروفیسر اغلې سونيا نيشات امين (بنلګه دېش)، اغلې کيونګا وېنګمو (بوټان)، ښاغلی رېنزېن رېنزېن (ليکوال او د بوټان د ولسي جرګې غړی)، ښاغلي اوګېن شېرینګ (بوټان)، اغلې ډاکټر ارچنا تاپه (نيپال)، ښاغلي کمار داګرکوټي (نيپال)، اغلې کماري لاما (نيپال)، ښاغلي سنجيو اپرېتي (نيپال)، اغلې اوما سوبېدي (نيپال)، ښاغلي دايا دېسانايک (سريلانکا) او ښاغلي سوپا (سريلانکا) څخه د زړه له تله مننه کوم چې زه يې وستایلم، ځانګړې مينه یې راکړه او ځينو یې خپل کتابونه راته ډالۍ کړل.
د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…