تاند- پاکستان افغان شربت ګله، چې د سترګو تېز رنګ یې نړیوال شهرت ترلاسه کړی، د جعلي اسنادو د لرلو په تور نیولې ده.
پاکستاني چارواکي وايي چې شربت ګله یې نن /چهارشنبه/ ونیوله او تر ۱۴ کاله پوري په بند محکومېدای شي.
شربت ګلې ته د پاکستان د جعلي اسنادو د لرلو دوسیه دوه کاله پخوا په خیبر پښتونخوا ایالت کې پرانیستل شوه.
د پاکستان د ملي دیتابېس د ثبت ادارې یوه چارواکي شاهد الیاس وویل«د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې نن شربت ګله د جعلي شناختي کارد د جوړولو په خاطر ونیوله.»
ښاغلي الیاس وویل، د فدرالي تحقیقاتو اداره همداراز هڅه کوي چې د پاکستان د احوالو د ثبت د ادارې (نادرا) ۳ مامورین په دې خاطر ونیسي چې شربت ګلې ته یې جعلي شناختي کارد (تذکره) صادر کړی دی.
ده وویل، که محکمې پر شربت ګلې لګېدلی تور ثابت کړ، نوموړې له ۷ تر ۱۴ کلونو پوري په بند او له ۳ زره تر ۵ زره ډالره پوري په جریمې محکومېدای شي.
پاکستاني چارواکي وايي، شربت ګلې د ۲۰۱۴ م کال په اپریل کې د شربت بي بي په نوم د پاکستاني تذکرې تقاضا کړې وه.
د شربت ګلې اصلي عکس، چې له کبله یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، په ۱۹۸۴ م کال پېښور ته نژدې د مهاجرو په یوه کمپ کې اخیستل شوی و.
دا عکس، چې سټیف مک کوري اخیستی و، د نشنل جګرافیک مجلې پر پوښتۍ له چاپ کېدو وروسته په درسته نړۍ کې مشهور شو.