تاند- د نشنل جوګرافیک عکاس سټیف مک کوري په پاکستان کې د شربت ګلې پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه.
مک کوري په ۱۹۸۴ م کال د شربت ګلې عکس اخیستی و او نړیوال شهرت یې ورپه برخه کړ.
ښاغلي سټیف ارټ (art) ورځپاڼې ته وویل«زه حاضر یم له شربت ګلې او د هغې له کورنۍ سره هرراز ممکن قانوني او مالي مرسته وکړم. موږ د حکومتي چارواکو پر دې اقدام سخت اعتراض کوو. دا په خپل ټول ژوند کې ځورول شوې، او باور لرو چې د دې نیول کېدا د دې د بشري حقونو سرغړونه ده.»
مک کوري په ۱۹۸۴ م کال د شربت ګلې عکس پېښور ښار ته نژدې په ناصر باغ کمپ کې اخیستی و. دا عکس له اخیستل کېدو یو کال وروسته د ۱۹۸۵ په جون کې خپور شو. د عکس اخیستو په مهال شربت کله ۱۲ کلنه ښکارېده.
اوس شربت کله څلوېښت کلنه ده. تېر کال هم شربت ګله په ورته تور ونیول شوه خو وروسته پرېښودل شوه.
افغان سفیر وايي، په عزت خپلې خاورې ته د شربت کلې د ستنولو هڅه کوي
د عکاسۍ د تاریخ تر ټولو مشهورې څېرې شربت بي بي ته پاکستاني تذکره ورکړای شوې
پاکستان شربت ګله د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ونیوله
افغانه نجلۍ یا شربت ګله/ زاهدالله ځلاند
د ترکیې سینما د شربت ګلې په ژوند فلم جوړوي
ماله د سترګو تاوان راکړه/ شاهین بونیری
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې شربت ګلې له دې سره سره پاکستاني شناختي کارد اخیستی و چې د افغانستان تذکره یې هم لرله خو د شربت ګلې کورنۍ ته نژدې کسان وايي چې شربت ګلې او کورنۍ یې د دې لپاره پاکستانی شناختي کارد اخیستی و چې له پاکستانه په زور ونه ایستل شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې د شربت ګلې په خلاصون، خپل هیواد ته په درنښت د هغې په ستنولو او په هیواد کې د سرپناه په برابرولو کې به تروسه وسه هڅه وکړي.
په یو شمېر نړیوالو رسنیو کې د شربت ګلې د نیول کېدو خبرونه: