تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د قطر له لنډ سفره تر راستنېدو وروسته وویل چې د عربي خلیج دا هیواد به په کابل کې د سفارت له پرانیستلو وروسته د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري زیاته کړي.
ولسمشر غني شاوخوا ۴ میاشتې پخوا هم فطر ته تللی و او د دغه هیواد له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسلو، چې ډېرې یې څرګندې هم نه شوې، خبرې وکړې.
د ښاغلي غني له همدغه سفره وروسته ګارډین ورځپاڼې په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر او اکتوبر د میاشتو په لومړیو کې پټې خبرې افشا کړې.
قطر تر دې مخکې هم د افغان خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړې او دې ته په پام چې د طالبانو سیاسي دفتر پکې دی، د افغانستان په سوله کې تر ډېرو سترو هیوادونو لوی رول لوبولی شي.
ولسمشر غني د سې شنبې په ماښام د قطر د پخواني امیر خلیفه بن حمد ال ثاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته لاړ.
د قطر پخوانی پاچا د روانې اوونۍ په پیل کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.