تاند- د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د موافقې د تطبیق د کمېټې مشر وايي، راتلونکې اوونۍ به له ملګروملتو رسماً وغوښتل شي چې حکمتیار له تور لیسته وباسي.
د کمېټې رييس ډاکتر اکرم خپلواک نن /پنجشنبه/ وویل، حاضردمه د لیک په ترتیبولو کار روان دی.
د ښاغلیو غني او حکمتیار له لوري شاوخوا یوه نیمه میاشت پخوا د سولې موافقه لاسلیک شوه خو حکمتیار لا هم په دې خاطر کابل ته نه دی راغلی چې د ده نوم له تورو لیستونو وتلی نه دی.
ښاغلي خپلواک وویل، د حکومت او د اسلامي حزب له غړیو څخه جوړې د سولې د تطبیق ګډې کمېټې کار پیل کړی او د موافقې مادې د اجرا کېدو په حال کې دي.
څه موده وړاندې په کابل کې د بریتانیا سفیر ویلي و چې د ملګروملتو له توره لیسته د چا د نوم ایستل اوږدې پروسې ته اړتیا لري.
ډامنیک جرمي ویلي چې باید د ګڼو هیوادونو موافقه ترلاسه شي او اوږده بیروکراسي بشپړه شي څو د حکمتیار نوم له تور لیسته وایستل شي.
ده په عین حال کې د حکمتیار او حکومت د سولې د موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغانستان شخړه د تفاهم او د سولې د خبرو له لارې حل کېدای شي.
حکمتیار صاحب څخه که دقیامت په ورځ الله ج پوښتنه وکړی چی تاسو ولی کوشش کاوه چی ستاسو نوم دکفارو له تور لیست سخه ووځی جناب به بیا هم خپل دلایل وړاندی کوی؟