تاند- اپل کمپنۍ د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۲۷/ خپل نوی لپ ټاپ (مک بوک) چې تر مخکنیو نری، سپک او څلور کونجه دی او په کیبورډ کې یو لوی تغییر راغلی، نندارې ته وړاندې کړ.

اپل وايي چې دا لیپ ټاپ یې بیخي له سره ډیزاین کړی دی.

اپل خپل مک بوک په داسي حال کې نندارې ته کېښود چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د اپل سیال سامسونګ اعلان وکړ چې د اپل په شان کمپیوټر یې جوړ کړی خو تر اپل ارزان دی.

د اپل نوی مک بوک پر دې سربېره چې د دې کمپنۍ تر پخوانیو مک بوکونو نری او سپک دی، د بڼې او ډیزاین له پلوه هم متفاوت دی.

خو په دغه کمپیوټر کې اصلي بدلون د هغه په سکرین کې دی چې په کیبورډ کې جوړ شوی دی.

د دغه لپ ټاپ په اړه به نور معلومات وروسته وړاندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *