افغان او پاکستاني پوځیانو پرون /چهارشنبه/ وروسته له دې پر یو بل ډزې وکړې چې افغان پوله ساتو د پاکستان له خاورې افغانستان ته پر اوښتونکو وسله والو طالبانو برید وکړ.

په سپین بولدک کې افغان امنیتي چارواکي او د کندهار د والي ویندوی وايي، د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړې یو نیم ساعت دوام وکړ.

د افغان چارواکو په وینا د دواړو خواوو ترمنځ نښته هغه مهال پیل شوه چې د ډیورند له پوري غاړې څخه وسله والو طالبانو په کنجوسي درې کې برید وکړ خو کله چې افغان ځواکونو ځواب ورکړ، پاکستاني پوله ساتو پر افغان ځواکونو ډزې وکړې.

د دوی په وینا د پاکستاني پوځیانو د ډزو په لړ کې وسله وال طالبان وتوانېدل چې له سیمې وتښتي.

له بلې خوا د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وویل، نښته تېر مازیګر (چارشنبه) د سپین بولدک په امروت سیمه کې هغه مهال شوې چې د ده په وینا، پاکستانیو ملېشه ځواکونو د وسله والو په دفاع پر افغان سرحدي پولیسو د درنو وسلو برید وکړ.

درانی وايي، نښته تر یو نیم ساعت روانه وه چې پکې د ده په وینا، افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. پاکستانیو ځواکونو لا د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *