الف: د ادب پېژند

            د ادب د کليمې لغوي معناوي محقق سيد محی الدين هاشمي د خپل کتاب ادبپوهنې په لومړي مخ کې داسې راوړې  « ادب عربی کليمه ده، چې ځينو فرهنګونو يې لغوي معنا روزنه، ښه معاشرت، ښه کړه وړه، ښه اخلاق او نمانځنه را خيستې ده او په ځينو کې يې معنا پوهه د فرهنګونو هنر او ځيرکي راغلې ده.»      ( ۱: ۱)

           عبدالمالک همت بيا ادب په نفسي او کسبي وېشلی او د دواړو لپاره يې د ځينو کتابونو په حواله  څو څو معناوې کښلې دي، دلته يې  د دواړو څخه دوه يا درې معناوې را اخلم، « د نفسي ادب په هکله:

۱- د هر څه د حد او اندازې ساتل، زيرکي، تميز، تهذيب، پوهه، سليقه، قاعده، غوره طريقه، ښه او غوره فعل او عمل او درناوی.

۲- هغه اخلاقي ملکه چې انسان د هرې ناوړي خبرې څخه منع کوي او ښه رويه .

۳- ادب د هغه څه رعايت دی چي بايد رعايت سي.

د کسبي ادب په هکله :

۱- ژبپانګه او ژبپوهنه

۲- ښوونه او روزنه

۳- هغه انشايي بليغه خبره چې د لوستونکي او اوريدونکي په عواطفو کې د اغېز لپاره رامنځ ته سوي وي.»

(۲:  ۴۵-۵۵)

           همدارنګه د ادب کليمې ته په پښتو پښتو سيند کې «عزت، خاطر، تميز، تهذيب، علم، پوهه، زده کړه، حيا، پرده، تربيت او پالنه» ليکل شوي وو.

(۳: ۱۱)

          استادګل پاچا الفت د ادب د کليمې په هکله ليکي: «د ادب د کليمې اصل ( مهذب) دی، چې د بې عيبه معنی لري. د هذب کليمه په اصل کې د هغې ونې لپاره استعماليده، چې ښاخونه به يې پرېکړل شوي وو او صافه به شوه، وروسته دا کليمه له محسوساتو څخه معنوياتو ته رانقل شوه او هغه چاته هم وويل شوه، چې عيبونه به يې ورک شول. يعنې مهذب به شو. د مهذب کليمه د کامل انسان په معنا کارول شوې ده.» (۲: ۲۰)

په دې ډول څرګنده شوه، چې د ادب لغوي معنا ښه کړه، ښه خوی، پوهه او ځيرکي ده.

          د ادب د اصطلاحي پېژند لپاره به هم د ځينو ليکوالو نظرونه راواخلو:

«… ادب هغه پوهه يا رياضت دی، چې سړی د هغه په وسيله يو فضيلت او يوه ښېګړه له ښېګړو څخه يا له تيروتلو او خطاوو څخه ژوغورل کېږي. خلاصه ادب د لغت او اصطلاح له مخې ښېګړه ده، چې سړی له خطا او بدو څخه ساتي… .». (۴: ۱)

          استادګل پاچا الفت په دې اړه ليکي «ادب هغه پوهه ده، چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.»  (۵: ۱۷)

          محقق سيدمحی الدين هاشمي ليکلي « پخوا به د ادب کليمه په تمامه توګه اصطلاحاً د لغاتو صرف، نحو، معاني، بيان، بديع، عروض، قافيه، د خط اصول، د قرات اصول، انشا او تاريخ په علومو اطلاق کېدله

… ادب د اجتماعي علومو او فنونو د يوې سترې او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی، چې ټولنيز واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي. يا هره هغه ممتازه وينا ګړنۍ ( شفاهي ) وي، که ليکنۍ، نظم وي که نثر، خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کيږي.»(۱ :  ۱ – ۲)

          د استاد الفت په پېژند کې د فصاحت او بلاغت خبرې تر څنګ د خوږوالي او پيکه توب خبره هم راغلې، کومه وينا چې خوږه وي، په زړونو ښه ولګېږي. خوځون او د احساساتو راژوندي کول پکې وي، ادبي ده. د استاد هاشمي صاحب په دويم پېژند کې د هنري ارزښت خبره نوې ده. ايا که په يوه وينا کې که هغه ليکنۍ وي، يا ګړنۍ چې هنري ارزښت نه وي، هغه ادبي نه ده؟ د دې خبرې ځواب به مو تل هو وي، ځکه ادبي وينا او ادبي کلام بايد سليس، روان او عام فهمه وي، چې لوستونکي او اوريدونکي هم خوند ځينې واخلي او هم پند، خو تر پند په ادبي کلام کې خوند ډېر مهم دی. دا ادبي او علمي کلامونو توپير هم همدا کېدلای شي، چې ادبي کلام هنري وي. لوستونکی د هنريت له مخې ځان سره وړي. علمي کلام ساده او روان وي. کوم هنري ارزښت نه لري. يواځې علمي موضوع تشرېح کوي.  د ادبي وينا مهمه ځانګړنه هم همدغه ده. هره وينا چې هنري ارزښت ونلري، ادبي يې شايد ونه بولو.د الماني پوه بام فلو په خبره اديب هم خلک خوشحالوي او هم يې رهبري کوي. اديب ته په ليک کې تر پيغام اړينه داده، چې د تورو، کليمو او جملو روانوالی، سلاست او ساده ګي په نظر کې ونيسي. د ادب جمع ادبيات دي او هغه پوهه چې ادب مطالعه کوي، ادبپوهنه بلل کېږي.

          د ادبي فنونو په برخه کې د بدېع علم راته ادبي صنعتونه راپېژني. د هرې ژبې ادبيات په لومړي سر کې په دوو برخو وېشل کېږي، چې يو يې نظم او بل يې نثر بلل کېږي. ادبي صنعتونه په دغو دواړو برخو کې راځي، خو په نظم کې يې پله درنه ده.

« دبديع د علم واضع عبدالله بن المعتز دئ، چې دا علم يې اختراع کی او په ۲۷۴هـ کال يې د بديع نوم پر کښېښود.»( ۶:  ۶۵) په دې سره نو څرګنده شوه، چې د بديع علم لومړی ځل په عربو کې رامنځ ته شوی او له عربي ژبې څخه نورو ژبو ته خپور شوی دی.

            په پښتو ادبياتو کې چې لومړی ځل په دې برخه کې چا کتاب وليکه او د عربي ژبې د ماخذونو څخه په ګټه اخيستنې يې دا تيوري پښتو ته رادننه کړه او په پښتو شاعري کې يې بېلګې ورته پيدا کړې، هغه استاد بېنوا و. ده د ادبي فنونو په برخه کې يو بشپړ کتاب وليکه. وروسته ورو ورو دې لړۍ دوام پيدا کړ. د پښتو ژبې ډېری ليکوالانو په دې برخه کې کار وکړ او لا يې کار دوام لري. هر چا د خپلې پوهې او اند برابر کتابونه يا مقالې وليکلې.

           بديع په پښتو ژبه کې په لومړي ځل داسې راپېژندل شوی دی « بديع نوي شي ته وايي او بديع هغه دئ، چې د کلام د تحسين او ښه والي وجهي په پېژندل کېږي… .»  ( ۶: ۶۵)

            د بديع يا ادبي صنعتونو د تعريف په اړه وروسته ډېرو ليکوالو خپل نظرونه ورکړل، خود لومړي پېژند سره يې ډېر توپير نشته،  يواځې د تورو او کليمو په تغير راغلي. مفهوم هماغه يو افاده کوي. دلته به يو څو د نمونې په توګه  راواخلم.

          «بديع د ب په زور او د (د) په زېر د عربو په لغت کې خالق، پيدا کوونکي، عجيبه، نادر، نوی تازه او د څښتن تعالی يوه صفت ته ويل کېږي…هغه پوهنه ده، چې د وينا لفظي او معنوي سنبالښت پرې معلوميږي. »        (۷: ۵)

«بديع هغې پوهې ته ويل کېږي، چې پکې د هغو کليمو په اړه بحث کېږي، چې د کلام د ښکلا او زينت سبب ګرځي.» (۸: ۳۰)

«… د عربو په لغت کې نوي څيز ته وايي او په ادبي اصطلاح کې هغه علم ته وايي، چې د کلام د ښه والي وجهي پرې پېژندل کېږي.» ( ۹: ۱)

          پورته تعريفونو ته که ځير شو، تر ډېره ځايه هماغه يو مفهوم افاده کوي. ډېر توپير پکې نه ليدل کېږي. په ټولو تعريفونو کې همدا د کلام د ښه والي د وجهي خبره شريکه ده. هغه څه چې کلام پرې ښکلی کېږي، هغه که توري وي، که کليمه وي، که ترکيب  او يا بل څه د بديع علم يې تر څېړنې لاندې نيسي.

          بديع ( ادبي صنعتونه ) دوې برخې لري. يو لفظي صنعتونه او بل معنوي صنعتونه دي. لفظي صنعتونه هغه دي، چې کلام د لفظ له مخې ښکلی کوي.

          تر ډېره داخبره عامه ده، چې لفظي صنعتونه په کلمو او ترکيبونو کې راځي، خو د کلام ښکلا په کليمو او ترکيبونو برسېره په تورو او جملو کې هم راځي. چې دا هم د لفظي صنعتونو په برخه کې راتلای شي. د منځنۍ دورې په شاعري کې هم د ځينو شاعرانو په شعرونو کې دا بېلګې تر سترګو کېږي،  په معاصره شاعرۍ کې داسې ډېرې بېلګې موندلای شو. د ځينو تورو تکرار، د ځينو کليمو تکرار او د جملو رواني او سلاست خپله ښکلا زيږوي.   پيرمحمد کاروان وايي:

له زړه نه راشي لکه سور د وينو خال څاڅي

له سوري لاس نه مې د سپينې سولې سوال څاڅي

  د پورته بيت په دويمه مسره کې د ((س)) د توري پنځه ځله تکرار د بيت ښکلا يو په دوه کړې ده، که د ((س)) د تورې په ځای نور مختلف توري راوړل شي، د بيت ښکلا همداسې نه پاتېږي. د (( س )) توري تر څنګ د (( څ )) توری هم د د (( س )) سره نېږدې تلفظ کېږي، د پښتو په ځينو لهجو کې خو بيخي (( س )) تلفظ کېږي، په دې بنياد يې ښکلا زېږولې. د تورو دا ډول تکرار که په بيتونو، جملو او يا ترکيبونو کې راشي، ښکلا منځ ته راوړي. د استاد غضنفر د يوې ليکنې عنوان (( د سروزرو خبرې )) دی. د سروزرو خبري يو اضافي عبارت دی. شاعرانه عبارت هم ورته ويلای شو، ځکه چې هم معنوي ښکلا لري او هم لفظي. معنوي ښکلا يې د خبرو په تشبه کې ده، چې دغه خبرې دومره ارزښتمنې دي لکه سره زر او لفظي ښکلا په دې ترکيب کې د (( ر )) توري د تکرار له امله رامنځ ته شوې ده. د (( ر )) توری په ترکيب کې درې ځله تکرار راغلی. د (( ر )) توری که تکرار راشي يو ډول موسيقيت جوړوي، له دې امله يې دلته هم ښکلا او موسقيت زېږولی دی. د بابرزي صيب د يوې سندرې مطلع ده:

په لاره مسته مسته مه ځه منګي مه ماتوه

ډېرې غوصې نه په لاسو کې بنګړي مه ماتوه

     پورته بيت که ځير شو، دوه لامله به پکې ومومو چې بيت پرې ښکلی شوی دی. يو دا چې په لومړۍ مسره کې  د (( م )) توری شپږ ځله تکرار دی او ښکلا يې رامنځ ته کړې، بل دا چې د (( مسته )) د کليمې تکرار دی، چې ښکلا يې رامنځ ته کړې. په پورتنيو بيتونو کې که نور صنعتونه وي هم، خو کلام ددې لاملونو په راوړلو ډېر ښکلی دی. په دې اساس نو ويلای شو، چې لفظي ښکلا نه يواځې په کليمو او ترکيبونو کې شته، بلکې د تورو او کليمو په تکرار کې هم ضرور شته.

   د ادبي صنعتونو بل ډول معنوي صنعتونه دي. معنوي صنعتونه هغه صنعتونه دي، چې خبره مو د معنا له مخې ښکلې وي. کله کله پکې د تضادونو راوړل خبره ښکلې کړي. کله بيا د تر حد تېرې ستاينې له مخې کلام ښکلی شي. همداسې نور.

کاروان صيب وايي:

د وطن د پيغلو غاړې دي بې هاره

تر بڼو يې اويزاندې مرغلرې

  د مرغلرو نه مراد اوښکې دي، چې په شعر کې يې  معنوي ښايست رامنځ ته کړی دی. دې صنعت ته د ايهام يا توريې صنعت يا ښکلا ويله کېږي. دا هغه ډول صنعت دی، چې په شعر کې د يوې کليمې څخه د شاعر مراد يو شی وي، خو لوستونکی ترې نيږدې معنا واخلي. مصطفی سالک ليکي:

وصل محسوس نه شو انتها ته هجر ورسېد

ګرد غوندې د هجر د برېښنا په غېږ کې پرېوتم

په پورتني بيت کې د وصل او هجر په کلمو کې تضاد دی. د دواړو کلمو د معناوو تر منځ تضاد دی، ځکه يې د معنوي صنعتونو په ډله کې راولو. ددې صنعتونو ډېرې بېلګې په پښتو شاعرۍ کې شته.

اخځليکونه

۱- هاشمي ، سيد محی الدين . (۱۳۸۱ل ل کال).   ادب پوهنه .  اريک خپرندويه ټولنه.

۲- همت، عبدالمالک.  (۱۳۹۲ل ل کال).   ادب او ادبي کره کتنه.  کوټه:  صحاف نشراتي موسسه.

۳- مشواڼی، عبدالقيوم زاهد. ( ۱۳۸۵ل ل کال).  زاهد پښتو پښتو سيند.  کابل: د افغانستان علوم اکاډيمي .

۴- حبيبي، عبدالحی. (۱۳۸۵ل ل کال).   د پښتو ادبياتو تاريخ.  پيښور: دانش خپرندويه ټولنه.

۵-   الفت ، ګل پاچا. (۱۳۸۰ل ل کال). ادبي بحثونه. پيښور: دانش خپرندويه ټولنه .

۶-    بېنوا، عبدالروف . (۱۳۹۰ل ل کال). ادبي فنون.  کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه .

۷-   حقپال ، محمد اجان.  (۱۳۸۹ل ل کال). بديع پوهنه. کابل: کابل پوهنتون نشرات.

۸-   همکار، محمد ابراهيم.  (۱۳۹۳ل ل کال).  شپږم چاپ.   د بديع فن او پښتو شاعري.  جلال اباد: مومندخپرندويه ټولنه.

۹-   ارشاد، اورنګزيب.(۱۳۶۹ل کال).  بديع او پښتو شعر .  پيښور: دانش خپرندويه ټولنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *