د پاکستان امنیتي ځواکونو د کوټې په پښتون اباد کې ۱۰ تنه افغانان نیولي دي.
پاکستاني رسنیو نن وویل، دا مشکوک افغانان د وسلو د لرلو په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې په پښتون اباد کې ګن شمېر افغان طالبان او کورنۍ یې هم اوسي خو ګومان کېږي چې نیول شوی کسان په دې تورن دي چې د وسله والو طالبانو پر ضد یې فعالیت کاوه. د پاکستان استخبارات شک لري چې دغو کسانو به د افغانستان له استخباراتي ادارې (ملي امنیت) سره پټ تار درلود.
په ایټالیا کې نسبتاً سخته زلزله شوې. د دې زلزلې، چې د دغه هیواد مرکزي سیمې یې لړزولي، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۶ بلل شوی دی.
تراوسه د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي. سږ کال دا څویمه سخته زلزله ده چې په دغه اروپايي هیواد کې کېږي. په اکثرو اروپايي هیوادونو کې زلزله نه کېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لشکرطیبه لږترلږه ۱۹ غړي په کونړ ولایت کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برید کې، چې د کونړ په دانګام ولسوالي کې وشو، د لشکرطیبه د تروریستي ډلې ۸ نور غړي ژوبل شوي دي.
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د ځانګړي سرمفتش دفتر د افغانستان په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې وايي چې د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۸۵ زره افغانانو اروپايي هیوادونو ته پناه وړې ده.
په هلمند کې د وسلو یوه لویه زېرمه وموندل شوه. په دې زېرمه کې ۵۴ دانې بي ایم -۲۱ راکټونه ترلاسه شوي دي.
سینهوا خبري اژانس: په یوه ورځ کې ۷۰ سختدریځي او ۹ افغان سرتېري ووژل شول.
بېلابېل اژانسونه: په بغلان کې ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې د طالبانو له لوري د هاوان ویشتل شوې ګولۍ پر یوه کور ولګېده.
د سیګار راپور: د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان ملي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي.
په تخارو ولایت کې د بېرته راستنو شویو کډوالو او ځايي خلکو ترمنځ په نښته کې ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو د اکثرو مهاجرو جادیادونه او مځکې غضب کړي او د مهاجرو د نه راستنېدو یو مهم علت هم دا مسله بلل کېږي. (تفصیل وروسته)
په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ وویل چې له پاکستانه تر ۳ لکه زیات راجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ډیلي ټایمز: د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې پولیسو د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د دریا خان په نوم یو افغان، چې د بریتامیا تابعیت یې هم درلود، د نامطلوب کس په توګه پرې نښود چې پاکستان ته ورشي.
دریا خان، چې د قطر د هوايي شرکت په الوتکه کې له کویته اسلام اباد ته تللی، و بېرته کویت ته واستول شو.
په یمن کې چارواکي وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په دوو جلا حملو کې په لسګونو حوثي یاغیان او نور خلک وژل شوي دي.
ویل شوي چې په وژل شویو کې یو شمېر بندیان هم شامل دي.
امریکا د ترکیې په استانبول کې خپلو دیپلوماتانو ته ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو په خاطر دې د کورنۍ غړي له دې ښاره وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تاکید کړی چې د ترکیې له نورو ښارونو خپلو دیپلوماتانو ته د خپلو کورنیو د غړیو د ایستلو نه وايي.