لیکوال (دوست) او د استاد خپلواک پلار

سپین ږیري مخامخ سترګې داسې ګنډلې وې، لکه له مودو وروسته چې یې خپله ورکه موندلې وي. کله به موسک شو او کله به یې په ټنډه کې د ګونځو شمیر زیات شو. مخامخ د یوه ځوان ستر عکس لګیدلی و. ځوان خندلې، لکه راټولو کسانو ته چې خوشحاله وي. ممکن، هغه مخکې کله دومره قدر نه و لیدلی.

په ډک محفل کې مې په همدې بوډا او هغه ته په مخامخ لګیدلي انځور پام و. شیبه وروسته سپین ږیری د ستیج سرته وبلل شو. ګړندی روان شو، لکه له ځوانه چې لاسونه راتاووي. لکه د کلونو مساپر چې په غیږ کې نیسي؛ خو چې څنګه  د ستیج سر ته وخوت، یوه لړزه پرې ګډه شوه، لکه چا چې دیواله ته تکیه وهلي وي او دیوال چپه شي. یو شیبه یې خلکو ته وکتل، سترګې یې ډنډ شوې،غوښتل یې ډیر څه ووايي خو الفاظو ورسره یاري ونکړه، یواځې یې له ناستو خلکو مننه وکړه او بیرته په کمزورو ګامونو را روان شو.

دا، څارنوال بشیر احمد و. څارنوال صیب په سپین ږیرتوب کې له ځوان زویه محروم شو؛ دې محرومیت په ملا مات کړ او داسې یې سرګردانه کړ لکه له نابینا چې په منځ بازار کې  څوک لکړه پټه کړي.

د څارنوال په سترګو کې یوه اور لمبې وهلې. دا لمبې څه باندې دوه میاشتې وړاندې چا بلې کړې وې  خو اوس یې هم پوره تودوخه محسوسیده. څارنوال د ځوان پروفیسر نقیب احمد خپلواک پلار و. خپلواک له کوم بهرني پوهنتونه ماسټري لرله او یو بل معتبر پوهنتون کې ډوکټورا ته کاندید و، خو زموږ پر وطن کله د چا علمي کادرونه لوریږي، دغه ځوانه هستي یې هم زموږ له بیوزلي ولس څخه واخیسته.

د دې ځوانیمرګ په غونډه کې ډیرو خلکو ویناوې وکړې، ما هم د وینا مهم ټکي یاداشت کول او هم د یوه دردیدلي سپین ږیري په تماشه کې غرق وم.

د غونډې پای کې یې خواته لاړم، غوښتل مې تسلي ورکړم؛ خو داسې کیفیت سره مخ شوم چې خپله مې ډاډګیرنې ته اړتیا محسوسه کړه. سپین ږیري زما کمزوري حس کړه،  خپله یې ځان ته په تسلیت ورکولو پیل وکړ. هغه راته د نقیب احمد خپلواک د خولې خبره وکړه چې ورته ویلي یې و: زموږ ښه دود دی چې چا کره مړی وشي، دوستان ورته راټول شي او په خپلې راټولیدا د غم ځپلې کورنۍ غم سپک کړي!

خدای خبر، نننۍ راټولیدا به د دومره درانده غم د سپکولو توان درلود که نه؟

غونډه د ملي ثبات ټولنې په کوربتوب د روانې میاشتې په شپږمه، جوړه شوې وه. لومړۍ وینا د همدې ټولنې مشر ضیاء الحق امرخیل وکړه. د هغه دغه خبره مې خوښه شوه چې ویل یې: نور باید د کاذبو شخصیتونو په ځای دغه شان علمي شخصیتونه ولمانځو. امرخیل، خپلواک د افغانستان په کچه شخصیت وباله.

دغه یاد غونډه د ننګرهار ولایت د مقام په کرزي تالار کې جوړه شوې وه. تر دې ځایه تګ څو ځلې تالاشي غواړي، لکه هندي فلمونو کې چې د راجاګانو ماڼۍ وي.خو همدغه شان ځای کې هم د ننګرهار والي سالون ته د وسلوالو په بدرګه را ننوت او موږ یې حتی د غونډې په خوندیتوب هم شکمن کړو.

 والي صیب د خپلواک شهادت یوه ضایعه وبلله او زیاته یې کړه چې دښمن داسې هستۍ له منځه وړي چې افغانستان پرې جوړیږي. والي یوه ښه ژمنه وکړه او هغه دا وه چې د خپلواک د یاد پاتې کیدو لپاره به یوه لیسه د ده په نوم شي او د دې لپاره له پخوا څخه پیل شوې هڅې ادامه لري.

په ناسته کې د ځوانیمرګ خپلواک په اړه یوه ویناوال دا هم وویل  چې یو وخت یې له بهرنیو سره ګډ کار کاوه، د لمانځه وخت شو. خپلواک لمانځه ته روان شو. خارجي ورته ویل چې په اجنډا کې د لمانځه وخت نشته! خو ده ویلي وو چې د ده په اجنډا کې شته او همداسې ترې روان شوی و.

خو دغه په لمانځه میین او د قران عظیم الشان حافظ هم د قتل وړ وګرځید  او د ثواب په نیت یې ژوند واخیستل شو.

د کابل په امریکايي  پوهنتون برید کې (۱۳) کسان شهیدان شول. دا برید د د روان کال د وږي په درېیمه وشو. برید  شاید د هر شهید د پلار په زړه کې داسې لمبې بلي کړې وي چې د عمر تر پایه به یې هډونه سوزوي، خو ما نن یواځې د استاد خپلواک د بوډا پلار په  سترګو کې د دغو لمبو مخامخ ننداره وکړه.

محمد نعمان دوست

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *