دوه کاله مخکې هم دې درد مات کړی وم، یو شین ملا اذان مو د څو ډاکترانو د کور دروازې ټکولې وې، نېږدې څوک نه وو، څو کیلو متره لرې یو پیدا شو، وسایل یې دستي نه لرل، د درد کرارولو دوا یې ولیکله، په سختۍ مو پیدا کړه او د روغتونونو تر پرانېستل کېدو مې پرې درد کرار وځپه.
هغه وخت ډاکترانو له معاینو وروسته د پښتورګو دوا ولیکله، ویل یې دوه واړه کاڼي پکې دي، دوا قوي ده بې غمه به شې ترېنه.
همداسې وشول، بیا د یوې نېمې موسمي په استثنا نه وم ناروغ شوی، خو څو ورځو نه مې بیا د همدې پښتورګو په شاوخوا کې لږ لږ درد و، په دې ورځو به مې لږ سخت خواړه خوړلي وو، علت یې د تېر درد په تجربه را ته همدا او ناروغي هم هماغه د پښتورګو ښکارېده.
درد زورور نه و، سر مې نه پرې خوږوه او د معمول مطابق ژوند سره لربرکېدم، ها بل ماښام چې د کورڅنګ بازارګوټي ته ورسېدم تر پخواني درد هم زورور درد را کلک کړم.
په کارخو وه، چې زر ډاکترته ځان ورسوم، خو کورنه یې د مېلمنو لپاره خاصه سودا غوښتې وه، ورور مې چې هر وخت ماته جنجال ښکاره شوی دا کار هر وخت کوي، کور کې نه و، د مېلمنو لپاره مې په ځان درد ومنه سودا مې یوړه، بیا د لا نور شدید درد په بدرګه ډاکترته لاړم.
پوښتنه یې وکړه: څه شوي، داسې یې تک زېړ اړولی یې؟
– پښتورګې مې خوښېږي.
– څه پوه شوې؟
– دوه کاله مخکې هم داسې شوی وم.
ډاکترچې معاینې وکړې، ویل یې پښتورګې نه؛ مثانې دې خوږېږي، عاجله او تدریجي دوا یې راکړه ترې راغلم، درد کرار شو، خو د ناروغېدو پر علت سوچونو واخیستم، له تېر ځله تردې ځله دردونه، دواګانې، دعاګانې او ټول حالتونه مې ذهن ته لاړل راغلل.
دې ته مې پام شو، چې ولې مې ډاکتر نه د ناروغۍ علت او د نه تکرار لارې چارې ونه پوښتې؟
ددې فکر په نتیجه کې راته خپل ټول ولس او خلک د ځان په شان ښکاره شول، دوی هم لسیزې لسیزې او حتی پېړۍ پېړۍ کېږي، چې له کومې وقفې پرته یې هره شېبه د وجود یوه برخه همداسې یوه ناروغي ځپي او هېڅ یې د درد په کیسه کې نه وي.
تر دې چې درد یې شدید شي او نېږدې وي له پښو یې وغورځوي، په دې وخت کې هم د مېلمه یا بل لحاظ داره لپاره درد سره غاړه غړۍ روان وي، د درد کرارولو دوا چې په لاس ورشي درد له یاده باسي، بېرته عادي شي، ترهغې چې بیا بل څملونکی درد او ناروغي ورپسې راشي.
بل درد چې راشي د پخواني ګومان پرې کوي، که یې مخه څوک ونه نیسي زړه نسخه ورته اخلي، چې دا یې کېدای شي په نورو رنځونو هم واړوي.
ما ته خو ددې درد له محسوسولو وروسته ځان ملامت ښکاره شو، چې ولې داسې یم، ولس او خلک مې هم ملامت راته ښکاري، ما له دې غلط عادته د ځان خلاصولو نیت کړی، وایم دوی یې هم باید وکړي، که داسې ونه کړو د غفلت او ناخبرۍ دا لړۍ به مو بیا بیا د دغسې ناروغیو، دردونو او لویو ضایعاتو هدف وټاکي.