9 عقرب 1395:

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د لړم میاشتې په ۹مه د خپل کار په دفتر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر ښاغلي اسدالله ضمیر سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د زراعتي محصولاتو پر ګمرکي تعرفې، سړخونو، د بودجې پر لګښت او د پراختیایې پروژو پر تطبیق باندې هر اړخیزې خبرې وکړې.

په پای کې پریکړه وشوه چې اړوندې ادارې له خصوصي سکټور سره په همغږۍ او نړیوالو قوانینو ته په کتو سره، د خصوصي سکټور د ملاټر، زراعتي محصولاتو ته د بازار موندې او ګمرکي تعرفو په برخه کې کار وکړي او داسې تګلاره دې غوره کړي چې له مخې یې اړوندو برخو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او هم مصرفوونکي اغیزمن نه شي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د خصوصي سکتور له پاره د امکان تر کچې لا ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *