ناسته د عقرب پر پنځمه پۀ دارالهدی ښوونیزې موسیسې کې وشوه. عبدالوارث غونډه پر تلاوت پیل کړه، ویندوی یې عیداګل زاهد و.محمد شفیق حریفال د تېرې غونډې ګزارش ولوست، ګډونوالو پر راپور خبرې وکړې.عبد الله ثاقب وېل، چې راپور کې دې ټول جریان ولیکل شي. تاج ولي وحدتیار د راپور پر نوښتیز ډول لیکلو ټینګار کاوو، پۀ خبره یې کۀ بېل -بېل ډول ولیکل شي، ګزارش به راښکون ولري.لقمان عادل بیا پر دې اند و، چې ګزارش دې پر دري هم ولیکل شي.” پۀ راپور کې دې هنري الفاظ وکارول شي او هنریت ته دې پکې پام وشي. ” دا خبره عبدالوارث تنها وکړه. محمد بشیر محبوب وویل: ګزارش دې لوګر کې لۀ یوې رسنۍ څخه خپور شي، چې نوي مینوال خبر او ګډون ته و هڅول شي.اتل مشواڼي پۀ راپور کې ځینو تخنیکي /ګرامري ستونزو ته اشاره وکړه، دۀ وویل: کۀ ځینې ځای سربل ونه لیکل شي،لنډون سره مرسته کوي،د نومونو جمع کولو پۀ باره کې یې وویل، چې نومونه دې پۀ مغیره واو نه جمع کیږي، د جمعې لۀ روستاړو دې کار واخیستل شي.

ځانګړې موضوع سید نثار سادت د “جنګهای صلیبی ” تر سرلیک لاندې را وړې وه. موضوع کې د صلیبي جګړو، تاریخ، شالید، پایلې څېړل شوې وې.د غونډې ګډونوالو پر موضوع ډېرونې وکړې.شفیق حریفال د جګړې دوام ته نغوته وکړه، محمد بشیر محبوب پر دې خبرې وکړې، چې څنګه لۀ داسې زواله ځانونه وساتو. دۀ ډېره کړه، چې باید قران او حدیثو ته مخه کړو. قیوم ماهر پر دې وغږېد، چې اوس مسلمانان پۀ خپلو کې تعصب او کینې لري، دۀ ويل د دې تر شا هم د مغرضو کړیو لاس دی. سمیع الله راشد ویل، چې د مسلمانانو مشران د پردیو پۀ ولکه کې ګیر دي، دوی شعوري او نا شعوري کفارو ته پر چوپړ لګیا دي. حامد لودین د صلیبي جګړو یوه موخه دا وګڼله چې د عیسویت دین خپرولو ته یې زمینه جوړوله. اتل مشواڼي تاریخي مسایل ګټور وبلل، پر وینا یې باید تېر تاریخ ولوستل شي، خپلې نیمګړتیاوې پکې وپېژنو،ښې یې را واخلو او ناښې تکرار نه کړو.

ادبي درس تاج ولي وحدتیار  د “تشبېه” پر اړه راوړی و، وحدتیار اول پر ادبي فنونو او برخو رڼا واچوله، بیا یې د بیان پر علم خبرې وکړې.د تشبېه تعریف، ارکان یې پۀ مثالونو کې وښودل.وحدتیار دې ټپه کې تشبېه وڅېړله: “چې د سپرلي ګلونه ګورم   ماته د ګل پۀ شان جانان رایادوینه “

جانان: مشبه

ګل: مشبه به

پۀ شان:  د تشبېه توری (ترکیبي)

ښکلا، نازکوالی:  د تشبېه وجه

د مشبه ستاینه او وضاحت:  د تشبېه غرض

تاج ولي وحدتیار د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې. ګډونوالو پر موضوع ځينې ډېرونې هم وکړې.اتل مشواڼي وویل: “د بیان ارزښت پۀ دې کې دی، چې موږ ته ډېر داسې څۀ پۀ لاس کې راکوي، چې پرې کلام هنري کولای شو. تشبېه د بیان اصلي سوژه ده، خو تر څنګ یې استعاره او سېمبول هم د بیان لویه او ویړه موضوع جوړوي.تشبېه چې وتراشل شي، يو طرف یې حذف شي، استعاره ترې جوړيږي. کله چې لۀ استعارې یو لوری ګونګ شي، بیا سېمبولي بڼه خپلوي. “

     لۀ ادبي درس وروسته مطیع الله عزیزي د عزت پر اړه لنډ مطلب ګډونوالو ته واوراوه.

د غونډې وروستی پړاو بېلابېلو شعرونو رنګین کړ، ګډونوالو خپل او انتخابي شعرونه وویل.پۀ ترتیب سره عبدالرحمن مبارز، تاج ولي وحدتیار، محمد شفیق حریفال، نعمان نبیل، سمیع الله راشد، استاذ محمد غلام جلالزي، عبدالوارث تنها، عبدالله ثاقب، منصور زاهد، استاذ محمد نور مسلم، سمیع الله ساحل؛شعرونه واورول.

د راتلونکې غونډې ځانګړې موضوع حیات الله بېتاب راوړي، د کره کتنې لپاره د نثري لیکنې راوړلو ژمنه سمیع الله راشد وکړه.

غونډه مازدیګر مال قاري صاحب محمد صادق حریفال پۀ دعا  ونغاړله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *