۱ : ـ فقه په لغت کي پوهي ته ويل کيږي ، اوپه اصطلاح کښي هغه علم دي چي دشرعي احکامو او معملاتو څخه بحث کوي .
۲ : ـ د اسلام ارکان پنځه دي : اول : کلمه ، دوهم : لمونځ ، دريم : روژه ، څلورم : زکاة ، پنځم : حج .
۳ : ـ حقيقي نجاست هغه نجاست دي چي ظاهراً وليدل سي لکه : وينه ، بولي ، غایطه او شراب .
۴ : ـ حکمي نجاست هغه دي چي حکم يې د شريعت څخه معلوم سوي وي لکه : جنابت ، بې اودسي .
۵ : ـ د مسافر لپاره په لمانځه کي قصر يا لنډوالۍ دي یعني څلور رکعتي فرضي لمونځونه به دوه رکعتي کوي ،که څلور رکعته وکړي ګنهګاريږي .
۶ : ـ د مُني نجاست د غسل په واسطه او د مذي او د ودي نجاست د اوداسه په واسطه سره په کيږي .
۷ : ـ مسافر هغه شخص دي چي دخپل کور څخه د درې ورځو مزل په اندازه ليري سوي وي او نيت يې د (۱۵) ورځو څخه کم وي .
۸ : ـ نيت په اودس کي سنت او په تیمم کي فرض دي .
۹ : ـ د حيض کمه موده درې شپې ورځي او زیاته موده يې لس شپې ورځي ده .
۱۰ : ـ حيض لمونځ او روژه منع کوي چي د لمانځه قضا يې نسته مګر د روژې قضا به راوړي .
۱۱ : ـ د غسل فرايض درې دي : اول : په خوله اوبه رغړول ، دوهم : په پزه کي اوبه اچول ، دريم : په ټوله بدن اوبه اچول .
۱۲ : ـ د حج فرایض درې دي : اول : احرام ، دوهم : وقوف عرفات، دريم : طواف زیارت .
۱۳ : ـ روژه دهجرت په دوهم کال په مدينه منوره کي فرض سوې ده .
۱۴ : ـ حج د هجرت په نهم کال فرض سوې ده .
۱۵ : ـ شپږ کلمې عبارت دي له : اول : کلمه طیبه ، دوهم : کلمه شهادت ، دريم کلمه تمجيد ، څلورم : کلمه توحيد ، پنځم : کلمه استغفار ، شپږم : کلمه رد کفر .
۱۶ : ـ د لمانځه شرایط (۱۳) دي (۶) يې شرایط دي يعني د لمانځه څخه خارج او (۷) يې ارکان دي يعني په لمانځه کي داخل دي .
۱۷ : ـ نفاس هغه وينه ده چي د ماشوم د تولد څخه وروسته د ښځي د رحم څخه خارجيږي چي تر څلويښتو ورځو پوري دوام کوي چي لمونځ او روژه منع کوي ، د لمانځه لپاره قضايي نسته او د روژې لپاره سته .
۱۸ : ـ اذان سنت مؤکده دي ، د قضايي لمونځو لپاره هم اذان سته او هم اقامت .
۱۹ : ـ په جماعت سره لمونځ اداء کول سنت مؤکده دي .
۲۰ : ـ د امامت شرايط : اول : علم ، دوهم : قاري والۍ ، دريم : تقوا ، څلورم : مشرتوب .