تاند- ۲۰۱۶ کال د بریتانیايي سندرغاړې ادیل لپاره حیرانوونکی کال و ځکه چې تراوسه پوري یې په دې کال کې د ۹۰ ملیون پونډو په ارزښت سندرو د ثبتولو قراردادونه کړي دي.

خو لا دوې میاشتې شته او لا ډېر فرمایشونه ورته شوي دي.

2په عین وخت کې اغلې ادیل ته د ۴۲ کلن (Simon Konecki) له لوري د واده وړاندیز شوی دی.

د بریتانیا میرر ورځپاڼې د یکشنبې /اکتوبر۳۰/ په ورځ راپور وکړ چې دواړو پتېیلې ده چې د واده په اړه د پرېکړې سم وخت رارسېدلی دی.

د ورځپاڼې پر اساس دواړه د راتلونکي ګام په اړه هیجاني دي.

په تېرو ۱۰ کلونو کې د ادیل د ۲۵ البم تراوسه پوري ۲۰ ملیونه کاپۍ پلورل شوي دي.

دا غواړي چې نور یو څه موده له خپلې کورنۍ سره ارام ژوند ولري.

ادیل له ۵ کلونو راهیسي له سیمت کانیکي سره ملګرې ده.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *