شوکت الله عابد – بنګلور
افغانتسان د پرېمانو سیندونو په لرلو سره د اوبو له نظزه غنی هیواد دی په ډیره پیمانه اوبه یې ګاونډیو هوادونو ته بې له کوم بدیله په وړیا توګه بهیږي.
د کابل سیند او د راساء (کونړ) سیندونه د هېواد په کچه هغه دوه سیندونه دی چې د خورا اقتصادی او ټولنیز حیاتی ارزښت لرونکی بلل کیږي ، دواړه سیندونه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د زاخیلو په سیمه کې سره یو کیږي او جنوبې ګاوڼدي پاکستان ته په وړیا توګه بې له کوم بدیله بهیږي ، چې د یادو اوبو ارزښت که محاسبه کړای شي نو په یو کال کې یی د سلګونو میلونو څخه اقتصادي ارزښت لوړیږي .

اوسمهال چې د یاد ګاوندي (پاکستان) د چین هیواد په مرسته وکولی شول تر څو د براهمپوترا اوبه د هندوستان پر ځای ځانته راوړوی نو دا موضوع د مقابل لوری (هند) د حساسیت او د سیمیز سیاسی او اقتصادی رقابت د اصلونو پر بنسټ د افغانستان لپاره یو غوره او حیاتي فرصت بللی شو تر څو د راساء او د کابل د سیندونو مخه په تخنیکی ډول ډب کړي .
په کور دننه د یادو اوبو پر سر د بندونو او برښنا کوټونو جوړولو ته زمونږ هیواد ملی او تاریخی اړتیا لری مونږ اوسمهال د برښنا څخه راټولیدونکې عواید په ترکمستان ، تاجکستان او ازبکستان سپارو ، برښنا مو هم بی باوره او پردۍ واکه ده.
د روسیی سره د راتلوونکي احتمالی سیاسی او نورو مخالفتونو په پایله کې شاید یاده برښنا متاثره شی او داسینور آټکلونه شته چې یاده برښنا باندی زمونږ اتکاء کول زمونږ وروستوالی څرګندوي .
بله دا چې ؛ د بروکسل په په تیر کفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غنی لاسته راوړنې کولې شی د بنسټیزو پروژ د تمویل په برخه کې نوری مالی مرستی هم راجلب کړي او همدارنګه دا اقدام به په بنسټیزو پروژو کې د پام وړ همکاري وکړی . په دغه برخه کې د دوست هیواد هند مخکنې همکارۍ هم د پام وړ دي.
د یادو فرصتونو په اساس په ولسمشر او نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو غږ کوو تر څو د دې فرصت څخه د ولس او هیواد د خوشبخته کولو لپاره لازمه ګټه پورته کړي
او همدارنګه په دوست هیواد هندوستان هم غږ کوو تر څو د افغانې ټولنې د جګړه ځپلی ملت لاس نیوی په داسی حال کې وکړي چې دوی ته یی هم ستراټیژیکه ، سمیزه ، سیاسی او ټولنیزه ګټه رسیږی . او دا اقدام نه یواځي د افغانستان د عامه نظم ا وامنیت ، اقتصادي پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي بلکی په سیمه کې د تروریزم په وړاندي د تروریستانو او ملاتړو په وړاندی یی یو اوسپنیز ګذار هم دي .
درنښت
هند – بنګلور
AFGHAN NATIONAL UNITED GOVERNMENT MUST BUILD DAM ON KUNER RIVER,
WATER OF KUNER RIVER IS EXCELLENT FOR AGRICALTURE,AND ALSO PEOPLES NEED TO ELECTRICITY,AFGHAN GOVERNMENT MUST WORK FOR MASHRIQI
PROVENCE,HOW FOR OTHER PROVINCE,
THOUSANDS OF PEOPLES ARE UN EMPLOYEE,
IF BOOTH SIDE OF REVER BUILD,THOUSANDS HEKTAR LAND WILL BECOME READY FOR AGRECALTURE,FARMS,
THANKS FROM TAAND
اشنایه، مخنیوی او که کنترول مو مطلب دی؟