تاند- د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر اندېښنه وښوده چې د مرکزي حکومت او تحریک انصاف د اختلافاتو د زیاتېدو او د مظاهرو د دوام له کبله ممکن د خیبر پښتونخوا حکومت منحل شي.

پروېز خټک دا اندېښنه د صدراعظم نوازشریف هغو خبرو ته په اشارې څرګنده کړه چې ویې ویل، له مظاهره چیانو سره د مقابلې په لړ کې ښايي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت منحل کړي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په واک کې دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، سره له دې چې په اجرايي برخو کې د ولسمشر واک تشریفاتي دی، خو ایالتي حکومت منحل اعلانولی شي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند غړی دی.

عمران خان هڅه کوي چې د مظاهرو په وسیله د نوازشریف حکومت استعفا ته اړ باسي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ترمنځ خبرې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *