چاه بهار بندر

تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن /دوشنبه/ د چاه بهار د پراختیا اقتصادي موافقه تایید کړه.

دا موافقه د سږ کال د جوزا په لومړیو کې د افغانستان، هند او ایران مشرانو لاسلیک کړه.

ټاکل شوې ده چې د هند په مالي مرسته د ایران دا بندر، چې افغانستان ته نژدې دی، د لویو سوداګري او باري بېړیو د تګ راتګ لپاره پراخ شي څو له دې لارې د هند او افغانستان او دغه راز منځنۍ اسیا ترمنځ ترانزیت ممکن شي.

افغانستان هیله لري چې د چاه بهار بندر پرانیستل به د پاکستان پر کراچۍ بندر د دغه هیواد اتکا ختمه کړي.

پاکستان نه یوازې د افغان مالونو د ترانزیت په لاره کې تل خنډونه پېښوي بلکې له هند څخه افغانستان ته د هرراز ترانزیت ته اجازه نه ورکوي.

حاضردمه د کراچۍ بندر ترڅنګ افغانستان ډېر واردات د ایران د بندر عباس له لارې کوي چې د افغانستان له پولې ډېر لېري دی.

د دغه بندر د فعالېدو په صورت کې هر کانتینر مال د بندرعباس په پرتله افغان سوداګرو ته له ۵۰۰ تر ۱۰۰ ډالره ارزانه تمامېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *