تاند- اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د طالبانو دوو مشرانو ورته ویلي چې پاکستان دې ډلې ته ظاهراً په دې خاطر خبرداری ورکړی چې دوی په پټه د افغانستان له حکومت سره خبرې کړي دي.

اسوشیتید پریس وايي، طالب مشرانو وویل، د پاکستان حکومت طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی له مشورې پرته یې بیا خبرې وکړې د طالبانو ټول مشران به د هغوی د کورنیو له غړیو سره له پاکستانه وباسي.

د دواړو طالب مشرانو په وینا اسلام اباد دا خبرداری تېره اوونۍ د طالبانو هغه درې کسیز پلاوي ته ورکړ چې له قطر څخه اسلام اباد ته تللی و.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دواړو طالب مشرانو نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي ځکه چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله.

اژانس وايي چې د پاکستان حکومت نن /دوشنبه/ په دې باب د جزییاتو له بیانولو ډډه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په دې اړه وویل«موږ د طالبانو په اړه له رسنیو سره خبرې نه کوو. زه په دې باره کې څه نه شم ویلی.»

د طالبانو د قطر د دفتر درې غړي دوې اوونۍ مخکې وروسته له دې له دوحې اسلام اباد ته لاړل چې رسنیو افشا کړه چې طالبانو په دوحه کې د امریکا د استازي په حضور کې د افغانستان د حکومت له استازي محمد معصوم ستانکزي سره د سپټمبر په لومړیو او د اکتوبر په لومړیو کې په پټه کتلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د طالبانو د قطر د دفتر درې استازي اوس په کوټه کې دي چې د طالبانو اصلي شورا پکې دېره ده.

د طالبانو دوو مشرانو وویل چې د قطر د دفتر ۳ کسیز پلاوی په کوټه کې د طالبانو مشرانو ته د خپلو هغو خبرو په باب توضیحات ورکوي چې دوی په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کړي دي.

اژانس وايي، د طالبانو له اکثرو مشرانو سره د دوی د کورنۍ غړي یوځای په پاکستان کې اوسي او د اکثرو طالب مشرانو ماشومان په پاکستاني ښوونځیو کې درس وايي.

د اژانس په وینا طالبانو اوس په افغانستان کې یو شمېر سیمې نیولي او کولی شي چې خپل مشران هلته انتقال کړي او خوندي ژوند وکړي مګر پاکستاني چارواکي د دوی د کورنۍ غړي، په تېره بیا ماشومان نه پرېږدي چې افغانستان ته لاړ شي.

اسوشیتید پریس وايي، په وروستیو کې د طالبانو د مشرانو او پاکستان ترمنځ بدګوماني پیدا شوې ده، تر دې چې طالبانو په وټس اپ کې په خپل ګروپ کې، چې عموماً د جګړې خبرونه خپروي، پاکستان تورن کړ چې د ملا اختر محمد منصور په وژلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه.

همداراز یو شمېر طالب مشران د دې لپاره د پاکستان په جېلونو کې دي چې هغوی د پاکستان له مشورې او موافقې پرته د افغانستان له حکومت سره د خبرو هڅه کړې یا یې د پاکستان نورې غوښتنې نه دي منلي.

دوو طالب مشرانو اسوشیتید پریس ته وویل، د طالبانو د قطر درې کسیز پلاوي اسلام اباد ته په وروستي سفر کې له پاکستاني چارواکو د بندي طالبانو په باب معلومات وغوښتل.

د بندیانو په منځ کې یو هم د طالبانو د استخباراتو پخوانی ريیس ملانانی دی. نوموړی، چې د اکتوبر په لومړیو کې ونیول شو، د ملا اختر محمد منصور د مشرتابه په مهال د استخباراتو مشر و.

پاکستان ظاهراً وايي چې نانی یې د دې لپاره نیولی چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزو خبرو کې یې له ګډونه انکار کړی و.

پاکستان دغه راز په کوټه کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د کلتور وزیر امیرخان متقي د نیولو هڅه وکړه او ویې ویل چې نوموړی هم د سولې د خبرو مخالف و، حال دا چې د متقي په اړه ویل کېږي چې د طالبانو په منځ کې نرم دریځی و.

2 thoughts on “پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ولي یې د افغانستان له حکومت سره پټې خبرې کړي”
  1. الله رب العزت دی ټولی هغه اداری په هستوی ریاکتور کی ایری کړی چه مسلمانان جنګوی ، د مسلمان ګاوڼډی کور ورانوی او شر ته لمن وهی.
    لویه خدایه !
    ته عزیز ذو انتقام ذات یی ، زموږ د مظلومانو انتتقام ته واخلی او ته تر ټولو ښه انتقام اخیستونکی یی.

  2. سلام
    شک نه شته چې د پاکستان وجودي فلسفه د مستقل او با ثباته افغانستان سره پاکستاني استابلشمنت په تناقض کې ویني او په ده خبره پاکستان له هرچا ښه پوهیږي. پاکستان یعنېپنجابي حاکمیت تصادفي د چاینا پاکستان اکونومیک کوریدور د پنجاب چاینا تان کوریدور نه کړ. نو خلص چې پاکستان استابلشمنت د افغانستان او افغان ولس او سولې دشمن وه، دی او زمان ثابته کړه او ثابته به کړي چې دشن به پاتې شي. د افغانستان د ملت د جهاد په دوره كې پردو او په رأس کې پاکستان او ایران ‌‌‌‌‌‌ډير افغان مشران استخدام او د خپلو اهدافو لپاره و کارول و کاروي. هغه بادرکه افغانان چې په خبره پوه شي د پاکستان له لومو ځان خلاصوي خو بعضو ته ناوقته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *