تاند- په کابل کې د سعودي عربستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې پرون /دوشنبه/ وویل چې ایران پلوو حوثیانو په وروستیو ورځو کې د مکې مکرمې په لور توغندي وویشتل.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت له لوري د دې اعلامیې خپرېدا دا معنا هم لرلی شي چې نور سعودي عربستان غواړي چې خپل سیاست په افغانستان کې فعال کړي. دغه هیواد په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان په وړاندې غیرفعاله دیپلوماسي غوره کړې وه.
په وروستیو کې سعودي عربستان ته د ولسمشر غني څو پر له پسې سفرونو او تېره اوونۍ دغه هیواد ته د اجرايي ريیس عبدالله سفر افغانستان ته د اسلامي نړۍ د دغه ستر مرکز پاملرنه واړوله.
په کابل کې د سعودي عربستان سفارت تر دې مخکې د خپل هیواد او اسلامي نړۍ د حالاتو په اړه بې تفاوته دریځ غوره کړی و.
سعودي عربستان درې ورځې وړاندې له یمن څخه د مکې مکرمې لور ته توغول شوی توغندی په لاره کې شنډ کړ.
حوثیانو د سعودي لور ته د توغندي له ویشتلو انکار نه دی کړی خو ویلي یې دي چې دوی غوښتل چې د سعودي عربستان جده ښار وولي.
سعودي او لوېدیځوال ادعا کوي چې حوثیان د ایران په وسلو جګړې ته دوام ورکوي.
حوثیان، چې شیعه مذهبه دي، په یمن کې اقلیت دي خو عملاً یې د دغه هیواد واک ترلاسه کړی دی.
سعودی عربستان د افغانستان په ورانولو کي دریم هیواد دی چی تر اوسه فعال پاتی دی مونږ نور بردی جنګونه د اسلامی مقدساتو په دروغجنه ادعانه غواړو چي په هیواد کی مو د شیعه او سني تر منځ جګړه پیل شي یا له هیواده سره راشي مونږ د جګړي ډګر شو خو په هغه صورت کي ورسره یو چی مکی عواید راسره مشترک کړي اود تیر جنګ زیان جبران کړي او تر اخره په لوظ د سړي زوی پاتی سی
وروره سعودی عرب غواړی چه دافغانستان ولس دخپل سیا سی مقصد له پاره دایران په خلاف وکاروی. ځکه یی اعلامیه په کابل کی خوره کړه که نه دی ته څه ضرورت ؤ خپله میډیا او حکومت هرڅه لری سعودی له دی مخکی هم دامریکا دګټو له پاره دافغانستان په بربادب او اجتماعی وژنه چوپ ناست ؤ. بلکه هغه چا چه افغانان وژل او وژنی یی هغوی ته مالی او سیاسی مرسته ورکوی. که نن هم سعودی وغواړی په یوه هفته کی دافغانستان داټول وژنه ختمیږی امریکا او پاکستان دواړه د دسعودی وړاندیز حتمأ منی.افغانان اوس ان شاالله بیدار دی دپردیو جنګ به کورته نه راوړی.
خره ته دی خدای ښکر نه ورکوی .
ځینی نا اهله خلک چه څه پیدا کړی ددی پر ځای چه هغه د انسانی اهدافو لپاره وکاروی په نا اهلی سره شر او فساد ته لمن وهی او هغه کار کوی چه د اسلام تاریخی دښمنانو هم ندی کړی او هغه دا چه مکه مکرمه په توغندی ولی اوپه دفاع کی یی هغه توغندی استعمالیږی چه یهود او نصاری جوړ کړی
دا څومره جاهلانه دریځ چه د خدای نعمتونه مسلمان حکام د مسلمان د تباهی لپاره کاروی ؟
ایا نن چی په سعودی حمله وشوه نو دوی دا ۱۵. کاله په افغانستان کښی په روان حالاتو کښی لاس نه لری پریږده سی عیشق یی وکړ د نړی په مسلمان ملت اور بل ده دوی ننداری ته ناست دی
افرين ورونو! په کلي او بانډو کي مو د دي شوم او افغان وژونکي پلان په اړه خلک پوه کړي چي بيا د هر بيشرف ښکار نشو. د ټولي نړي اولادونه درس وايي يوازي پشتانه د دين او قران ساتنه کوي او د نړي هر ډول ته ګډيژي نور نو بس ده. دومره وخت دين پشتنو وساته مړي يي ورکړل بي کوره او بي دره شول اوس د نور پيدا کړي.